د لاسرسي ځای

اتلان (خدايي خدمتګار تحریک او ښځې - دویمه برخه)


د اتلان خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


د مشال راډيو نننۍ خپرونه د پښتنو په سیاسي او ټولنيز تاريخ کې لویه برخه لرونکي خدايي خدمتګار تحريک کې د ښځو د کار په اړه دویمه برخه ده.

د چارو کار پوه ډاکتر وقار علي شاه وايي، باچا خان پر دې پوه وو چې یو قام یوازې په سړیو ترقي نه شي کولای بلکې ښځې هم باید په دې کې ونډه واخلي.

دی وايي، د ښځو له روله دوه کسان خبر ول، یو امیر امان الله خان وو او بل باچا خان.

د ده په خبره، چې ازادې مدرسې جوړې شوې وې نو په هغې کې به ښځینه او نرینه ماشومانو درس تر لاسه کاوه.

په خدايي خدمتګار تحریک کې د ښځو د ونډې په اړه نور په خپرونه کې واورئ.

اتلان خپرونه تاسې ته بشير ګواښ جوړوي او تاسې يې د هر زيارت يا پنجشنبې او هرې جمعې په ورځو له مشال راډیو اورئ.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.


XS
SM
MD
LG