د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پینځه کسان وژل شوي


په بنو کې نامعلومه وسله والو د يو کور پنځه تنه وژلي. پوليس وايي لا تر دې دمه د پيښې وجه نه ده معلومه خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يو بل خبر ترمخه شمالي وزيرستان کې ناڅرګنده وسله والو د مليشه ځواکونو دوه اهلکار تښتولي.

د چارواکو او ځايي خلکو په وينا دا کسان دته خيل بانګي دور سيمه کې اغوا شوي.

سيمه کې د جاسوسي ادارې کارکوونکو ويلي لا تر دې دمه نه ده مالومه چې تښتول شوي کسان ژوندي دي او که وژل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG