د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسامه بن لادن په پاکستان کې اوسېده، د کمېشن رپورټ


اسرار عالم مومند

پراګ - په پاکستان کې ايبټ اباد کمېشن د امريکايي پوځيانو له خوا د اسامه د وژنې له پاره د تر سره کړو پټو عملياتو په اړه خپل رپورټ مکمل کړی دی.


په دې رپورټ کې د لوړ پوړو حکومتي او پوځي چارواکو بيانونه هم شامل کړل شوي دي.

د رپورټونو له مخې بيانونه دا خبره تصديقوي چې د القاعده پخوانې مشر اسامه بن لادن د عملياتو پر وخت په ايبټ اباد کې په يو کور کې موجود وو.

د کمېشن رپورټ مخې ته راغلې خو پوښتنه دا ده چې اوس به د پاکستاني حکومت راتلونکې ګام څه وي ؟

د دې پوښتنې په ځواب کې په لاهور کې کارپوه پروفیسر حسن عسکري وايي د هغه په خيال پاکستان اوس په دې پوزيشن کې نه دې چې د اسامه مسله بيا راپورته کړي.

((زما خيال نه دې چې د پاکستان حکومت به د اسامه مسله پر مخ بوځي يا به د چا خلاف کاروايي وکړای شي، که کوم تحقيقات کېږي نو هغه به پټ وي او د ولس مخې ته به نه راځي. زما خيال نه دی چې د پاکستان حکومت به دا مسله بيا ژوندۍ کړي چې د اسامه د موجودګۍ په اړه چا مالومات لرل او که نه؟ هغوی دا باب بندول غواړي او زما خيال نه دی چې دا مسله به پر مخ لاړه شي.))


بلخوا په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپو او د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، د کمېشن په رپورټ کې هيڅ نوې خبره نه شته ځکه چې دا خبره له وړاندې هر چاته مالومه وه چې اسامه په ايبټ اباد کې موجود وو او د اسامه په لټون کې د مرسته ورکونکي ډاکټر اپريدي نيول هم د دې يو ثبوت دی:

((په دې کې خو شک نه شته چې هغه دلته موجود وو خو ښکاري داسې چې حکومت به په راتلونکې څه موده کې رپورټ جاري کړي چې خلک يې هم انتظار کوي. ځکه چې په پاکستان کې دا ډېر خراب تاريخ پاتې شوی چې کمېشنې جوړېږي خو څه ګټه يې مخې ته نه راځي، نو اوس تمه څرګندېږي او څنګه چې د پاکستان حکومت هم وعده کړې چې د اسامه په اړه د کمېشن رپورټ به جاري کوي.))

خو د دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري وايي که چېرې پاکستاني حکومت د اسامه مسله را پورته کوي نو بيا به ضرور د دې منفي اثرات پر پوځ او استخباراتي ادارو راځي نو پاکستان حکومت به کېدای شي د رپورټ هغه برخې په ډاګه نه کړي چې حساسه دي.

حسن عسکري وايي، امريکا هم اوس نه غواړي چې د اسامه په اړه له پاکستان څخه پوښتنې وکړي ځکه چې امريکا اوس له پاکستان سره د موجوده حالاتو په تناظر کې اړيکي جوړوي، امريکا په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه پوځونه وباسي او غواړي چې د ځواکونو تر وتو وروسته په یو ډول د افغانستان ثبات ټينګ پاتې شي :

((د امريکا ګټه مخ پر وړاندې تګ کې ده؛ زما خيال نه دې چې په موجوده حالاتو کې امريکا بيا له پاکستان سره خپل اړېکي خرابول غواړي، ځکه چې دواړه هیوادونه غواړي مخ پر وړاندې لاړ شي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته پورې خپلو اړيکو ته دوام ورکړي.))

دا چې په پاکستان کې د اسامه د موجودګۍ ذمه وار ي پر چا راځي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې حسن عسکري وايي:

( که په استخباراتي ادارو کې چاته مالومه وه نو کېدای شي په لاندې کچه وه، خو خبره دا ده چې د اورپکو او القاعده ډلې له پاره په پاکستان کې خواخوږۍ شته؛ مذهبي ډلې دي، په سرکار کې هم په لاندې کچ خلک خو شته دې نو اخر داسې يو نېټورک خو وو چې په وسيله يې اسامه له يوځای بل هغه ته تګ راتګ کاوه.))


په اسلام اباد کې د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي، بايد د اسامه په اړه جوړ شوی کمېشن د نورو کمېشنونو برعکس څه نتيجې مخې ته راوړي او ولس ته دا خبره په ډاګه کړل شي چې په اېبټ اباد کې د اسامه په پټولو کې څوک ککړ وو، څنګه او د څه مقصد له پاره ساتل شوی وو!!!
XS
SM
MD
LG