د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ټرافیکي پېښې ۱۴ کسان ټپي کړي دي


سید شاه سقیم

غزني - د افغانستان غزني غزنی سيمه ييز چارواکي وايي نن په دغه ولايت کې د يو درې سوه درې موټر د ټکر کېدو له امله څوارلس تنه ټپيان شوي دي، ډاکټران وايي په ټپيانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.


دغه ټرافيکي پېښه نن تر غرمې وړاندې د کابل کندهار پر لويه لاره د غزني په اوبند ولسوالۍ کې شوې ده چې له امله يې څوارلس تنه مسافر زخمي شوي دي.

پېښه د يو درې سوه درې موټر او ټېلر د ټکر له امله شوې ده.

د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت وايي چې د پېښې له ځای څخه دوی ته څوارلس تنه زخميآن ور وړل شوي دي.

دی وايي په زخمي شويو کسانو کې د څلورو تنو حالت نازک دی.

((د پېښې له ځای څخه مونږ ته څوارلس تنه ټپيان شوي دي. په ټکر کې زخمي شوي کسان ټول نارينه دي او ښځې يا ماشومان په کې نشته، په زخمي شويو کسانو کې د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی، او څو تنه تر لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون څخه بېرته کورونو ته لېږل شوي دي ))

ويل کېږي چې ټکر د درې سوه درې موټر د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله شوی دی.

تر اوسه دا نه مالومه چې د مسافرو درې سوه درې موټر د کوم شرکت دی خو تر دې وړاندې د کابل کندهار پر لويه لاره زيات ټکرونه د احمدشاه بابا په نامه د شرکت موټرونو کړي دي.

موده وړاندې هم د همدې شرکت يو بل موټر هم په غزني کې له يو ټېلر سره ټکر کړی وو چې له امله يې لسګونه تنه مسافر مړه شوي وو.
XS
SM
MD
LG