د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې چاودنه شوې ده


د شنبې په ورځ غرمه ۱۲ بجې د افغانستان خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د ملي اردو په پلي ګزمه بمي حمله شوې چې په کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او۵ تنه ملکي وګړي او څلور تنه د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.

د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان د پېښې پخلی کړی او ویلي دي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ملي اردو سرتېرو د باک په ولسوالۍ کې پلي ګزمه کوله. د ده په وینا، چاودنه د یادې ولسوالۍ له مرکزي مدرسې سره نېږدې تر سره شوې ده.

وسله والو طالبانو په خپل پیغام کې د پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا يې کړې چې په دې کې یو شمېر افغان پوځیان وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې په خوست کې د بمي چاودنو پيښې زیاتي شوي او اکثر په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبه اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG