د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ښوونځی مې وران وو، امتحان مې په جومات کې ورکړ'


مماڼه اپریدۍ (په منځ کې) وايي، چې کله یې اتڼ وکړ نو ټولو ورته ویل چې اتڼ دې ور زده کړي.
مماڼه اپریدۍ (په منځ کې) وايي، چې کله یې اتڼ وکړ نو ټولو ورته ویل چې اتڼ دې ور زده کړي.

۱۴ کالنه مماڼه اپریدۍ له قبایلي سیمې خیبره لومړۍ پښتنه نجلۍ ده چې د روان ۲۰۱۲ز کال د مې په میاشت کې یې په تایلینډ کې د اېشیا د ځوانانو په مقابلو کې برخه اخیستې وه.


له مماڼې سره دوو نورو نجونو هم په تقریري سیالیو کې درېیم پوزیشن او په کلتوري اتڼ کې یې لومړی پوزیشن تر لاسه کړ.

دې وویل، د دوی اتڼ په سیالیو کې د پښتنو کلتور ته د اېشیا د بهترین کلتور انعام وګاټه.

مماڼه اپریدۍ وايي، په قبایلي سیمو کې د نجونو تعلیم لویه ستونزه ده. د دې په خبره، غواړي په قبایلو کې د نجونو د تعلیم له پاره مثال جوړ کړي. د مشال راډیو خبریال ګل ایاز له مماڼې اپریدۍ سره ځانګړې مرکه کړې او ترې یې پوښتنه کړې چې په کومو حالاتو کې یې لومړۍ زده کړې کړې دي؟

له مماڼې سره مرکه لاندې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG