د لاسرسي ځای

'په پینځو کالونو کې پر تعلیم ۴۹۴ اربه روپۍ لګوو'


د پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر قاضي اسد، د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین او د لومړنیو او ثانوي زده کړو وزیر سردار حسین بابک د خبري غونډې پر مهال

د پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر قاضي اسد، د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین او د لومړنیو او ثانوي زده کړو وزیر سردار حسین بابک د خبري غونډې پر مهال

غلام غوث

پېښور - د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي، په راتلونکو پینځو کالونو کې، په دې صوبه کې د تعلیم پرمختګ له پاره یې د ۴۹۴ اربه روپیو لګولو پلان جوړ کړی دی.


په پېښور کې د جمعې پر مازیګر د د تعلیم پرمختګ په موخه جوړې شوې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د لومړنیو او ثانوي زده کړو وزیر سردار حسین بابک وویل، د ښوونې د پرمختګ له پاره په راتلونکو پینځو کالونو کې د ۴۹۴ اربه روپیو اړتیا ده او د دې د لګولو له پاره دوی پلان جوړ کړی دی.

ده وویل، د اوسني حکومت د ښو تګلارو له کبله بهرنۍ مرستندویه ادارې پر دوی باور لري.

بابک وویل، بهرنیو مرستندویه ادارو د خیبر پښتونخوا له حکومت سره د ۴۴ اربه او ۵۳ کروړه روپیو تړونونه لاسلیک کړي دي:

((زموږ د لومړنیو او ثانوي زده کړو د پلاننګ تر مخې په راتلونکو له درو تر پینځو کالونو کې موږ ۴۹۴ اربه روپیو ته اړتیا لرو. په دې کې زموږ د کالنۍ پرمختیايي پلان د صوبايي حکومت بجټ تر څنګ د بهرنیو مرستندویه ادارو ۴۴ اربه ۵۳ کروړه روپيو مالي مرسته شامله ده. په دې کې ډي ایف آی ډي، اروپايي ټولنې، ناروېژیايي مرستندویه اداره، امریکايي مرستندویه اداره یو ایس اې آی ډي، جرمنۍ مرستندویه اداره جي ټي زیډ، یونیسیف، او اسټرالیاوي مرستندویه اداره آس اېډ شامل دي. له دې ادارو سره موږ تړونونه لاسلیک کړي دي. دا پیسې [۴۴ اربه، ۵۳ کروړه] به موږ ته په راتلونکو له درو تر پینځو کالونو پورې د مرستې په توګه راکول کېږي. په دې ترځ کې د اروپايي ټولنې، ډي ایف آی ډي او یو ایس اې آی ډي پیسې راتلل پیل شوي دي.))


د پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر قاضي اسد په دې غونډه کې له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر وخت وویل، د پښتونخوا ۶۰ فیصده ولس له ۱۹ تر ۲۵ کالونو پورې له عمر لرونکو جوړه ده.

دی وايي، همدا لامل دی چې د دوی حکومت لوړو زده کړو ته زیاته توجه ورکړې ده:

((۷۲ کالجونه مو نور جوړول پیل کړي دي. او خاص خبره دا ده چې کله په ۱۹۴۷ز کال کې پاکستان جوړ شو نو له هغه وخته تر ۲۰۰۸ز کاله په پښتونخوا کې د نجونو ۴۶ کالجونه جوړ شوي ول او له هغه وخته چې د امیر حیدر خان هوتي په مشرۍ کې په ۲۰۰۸ز کال کې حکومت جوړ شوی، نو د نجونو د تعلیم ۴۶ کالجونه جوړ کړل شوي دي.))


تر دې غونډې وروسته خبري غونډې ته د وینا پر وخت د تعلیم وزیر سردار حسین بابک وویل، د تعلیمي نصاب معیاري کولو له پاره دوی له لومړي ټولګي تر دولسمه د نصاب بدلولو کار هم پیل کړی دی.

((زه تاسې ته باور درکوم چې هغه تعلیمي نصاب چې موږ یې جوړوو نه به د زړې زمانې وي، او نه به هم طبقاتي وي. بلکې د ډېرې لوړې پایې به وي. په تېرو ورځو کې د بعضو خلکو د انګرېزۍ او اسلامیات نوي نصاب پر ضد غږ پورته کړی وو چې له اسلامیاته ایات ایستل شوي او د احادیثو شمېر کم کړل شوی دی، نو د هغوی خبره بالکل سمه نه ده او په دې کې هیڅ شک نشته چې ځینې کارونه د مغزو له پخوالي او بلوغت پر اساس کوو، مانا دا چې د نهم ټولګي د زده کوونکو له ذهني پخوالي سره چې کوم اسلامي جزییات په کار وي هغه مو د هغه ټولګي په اسلامیات کې ورته اچولي دي.))

ده زیاته کړه چې د دوی له کاره دې نورې ماناوې نه اخیستل کېږي او دا چې دوی به تعلیمي نصاب ته په عملي توګه د نصاب بڼه ورکوي.
XS
SM
MD
LG