د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غږ پر ضد غږ



ابوبکر صدیق مشال راډيو

یو شمیر بشري فعالان هڅه کوي، چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو (FATA) کې د (غږ) په نوم زوړ دود غیر قانوني شي.

په خیبر پښتونخوا کې څه موده مخکې د (غږ) د مخنیوي لپاره د یوه بل د قانوني کولو هڅې پيل شوې دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ، څه موده مخکې د داسې طرحې وړاندیز وکړ، چې پر ښځو (غږ) کونکي باید په اوه کاله بند سزا او یا شپږ زره امریکايي ډالر جرمانه شي.

رپوټونه وايي، چې د پاکستان پدې سیمو کې د دیرش ملیونه استوګنو پښتنو ترمنځ د (غږ) ستونزه یوازې په هغو سیمو کې پاتې ده ، چې خلکو زیات تعلیم نه دی کړی.


ګل غوټۍ ، دیرش کلنه او د خیبر پښتونخوا په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده .


اوه کاله مخکې د بنو یوه اوسیدونکي پر دې غږ وکړ.

ګل غوټۍ مشال راډيو ته وايي : زما لپاره د دې خبرې زغمل ډير ګران وو ، چې زه به نور د یوه عادي ژوند خوب نه شم لیدلای.

یو شمیر ژورنالیستان ، د بشري حقونو فعالان او حکومتي چارواکي وايي، چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو په تعلیم یافته او پرمختللو سیمو کې د (غږ) خبره له منځه تللې ده .

دا ستونزه یوازې په وروسته پاتې سیمو کې لا شته .

څه موده مخکې ، د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د داسې یوه بل وړاندیز وکړ، چې پراساس یې (غږ) غیرقانوني کار وګڼل شي او پر ښځو (غږ) کونکي په اوه کاله بند او یا شپږ زره امریکايي ډالر جرمانه شي.

اوس ټاکل شوې ، چې دا بل د منظورۍ لپاره د خیبر پښتونخوا صوبايي پارلمان ته واستوله شي.


په قبایلو او خیبر پښتونخوا کې د ښځو چارو او ټولنیزې خیر ښیګڼې د چارو وزیره ستاره ایاز وايي، چې د قبایلو چارواکي باید له د بل د مثال په ډول کار واخلي، او ورته اقدام وکړي.

په پيښور کې د د بشري چارو فعاله بي بي مریم وايي، د نارینه وو لخوا پر ښځو (غږ) کول د خوشحاله چاپيریال د رامنځ ته کیدو مخنیوی کوي.

د بي بي مریم په وینا ، (غږ) باید غیر قانوني شي او پدې اړه رامنځ ته کیدونکي قوانین باید عملي شي.


د قبایلو یو شمیر اوسیدونکي د (غږ) د غیر قانوني کیدلو ملاتړ کوي.

د وزیرستان اوسیدونکی جاوید مسود وايي ، د داسې ورځې په تمه دی ، چې دا زړو دود له منځه تللی وي.


د بنو اوسیدونکی ګل غوټۍ وویل، چې د ۲۰۰۵ کال د مني هغه شپه یې لا په یاد ده ، چې پلار ، وروڼه او د تره زامن یې را غونډ شوي وو چې دا پریکړه وکړي، چې پردې شوي غږ ته به څرنګه ځواب ورکوي.

ګل غوټۍ وايي، چې څو کاله د دواړو کورنیو نارینه وو یو په بل پسې ټوپک ګرځول خو د مشرانو د جرګو اومنځګړیتوب په مرسته ، د دواړو کورنیو ترمنځ ستونزه حل شوه.

ګل غوټۍ اوس واده ده .

دې مشال راډیو ته وویل : خوشاله یم، چې د غږ په څير شیطاني کار غیر قانوني ګرځول کیږي.

XS
SM
MD
LG