د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي کوریا د پښتونخوا د ملاکنډ سرنګ جوړوي


رابعه اکرم مشال اډيو

د ملاکنډ سرنګ جوړولو لپاره د پاکستان او جنوبي کوريا تر مينځه لاس ليک شويدې. د ايوان صدر نه جاري شوې خبر پاڼې تر مخه چې د ملاکنډ سرنګ کوم چې نهه اعشاريه اوه کلوميټره دې.جنوبي کوريا به د دي سرنګ جوړولو لپاره اوه کروړه اتيه لکهه ډالره قرضه ورکوي.

د دي سرنګ د جوړولو نه به صرف دير، ملاکنډ او سوات خلکو ته به په تګ را تګ کې اسانتياوي راشي بلکه دا سرنګ به وسطي ايشيا ملکونو سره رابطي او د مصنوعاتو رسايې لپاره د راهدارې ذريعه وي.

په دي معاهدي دستخط د جنوبي کوريا په دارالحکومت سيول کې د پاکستان صدر اصف علي زرداري او د جنوبي کوريا له اړخه د کوريا د درامداتو او برامداتو بينک چيرمين کم يونګ هوان وکړل.

د ملاکنډ سرنګ جوړيدل به ځايې ولس ته څه فائده ورسوي؟ په دې اړه د سوات يو استاد محمد سليم مشال راډيو ته وويل چې د ترقې پر لوري هر ګام د ستاینې وړ وي.

،، دا خو په حقيقت کې ډير غت ګام دې او خاص طور دا د يو علاقې خبره نده بلکې تاسو که دې علاقې ته وګوری نو د ملاکنډ لاندې چې کومه علاقه ده دې ته سمرانزدې وايې او دي نه باندي چې کومه علاقه ده نو هغي ته سوات رانزدي وايې نو دا دواړه چې دې دا يو قام دې او د ملاکنډ له وجې چې کومې فاصلې سيوا شوي دې کو تګ را تګ پدي کې ګران دې ، خطرې پکې هم دې ، حادثي پکې پيښيږي. دا مهمه لاره ده نو دي له وجې به دا رابطې اسانه شي ،،

د اقتصادي چارو کار پوه ډاکټر معراج الحق وويل چې د تجارت لپاره کوم ضروري څيز دې هغه د تګ را تګ لاري دي که دا په صحيح طريقه جوړ کړې شي نو نه صرف عام اولس ته فائده وي بلکه تاجرانو ته به هم وي.

،، که دا سرنګ جوړ شي نو اقتصادي هلې ځلې به سيوا شي، د ټرانسپورت اخراجات به هم کم شي . زموږ د مقامي شيانو له مارکيټ لاره به هم خلاصه شي.ز موږ صنعتي شعبه کمزوري ده وجه يې دا وه چې بنيادي ډهانچه يې مضبوطه نه وه ، سړکونه هم روغ ندي نو که دا سرنګ جوړ شو نو دي سره د کرکيلې او صنعتي پيداوار ته هم وده رسيدې شي ،، د دي تر څنګ خبريال او د اقتصادي چارو کار پوه مبارک زيب مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دې سرنګ نه به ډيرو علاقو ته رسايې ممکنه شي او نه ګنړي چې د يو داسي سرنګ غوندي به پدي کې څه خنډونه مخي ته راشي.

،، د ملاکنډ سرنګ جوړيدو کې سياسي او اقتصادي مفاد دې، او بله دې علاقې کې پيداوار هم زيات دې نو نه ګنړم چې کوم ځنډ د چترال په سرنګ جوړيدو کې راغلو هغه پدي کې نشې راتلې. ملاکنډ سرنګ دومره زيات مشکله نوي سومره چې د لواري دې ځکه چې هلته د موسم هم مسله ده او د سړکونو هم. نو دغه هر څه ملاکنډ کې مخکې نه موجود دي او غونډ کال هلته کار کيداې شي ،،

د ذکر وړ خبره ده چې د جنوبي کوريا د درامداتو او برامداتو بينک د جنوبي کوريا تاجرانو او سرمايه کارانو ته نورو ملکونو کې منصوبې سر ته رسولو لپاره ضمانتي قرضې ورکونکي سرکاري ده.

XS
SM
MD
LG