د لاسرسي ځای



بوریوال کاکړ

پراګ : که یو پلو په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کولو لپاره د افغان ، پاکستانیو او امریکايي چارواکو ترمنځ د دې لپاره د لیدو کتو لړۍ تونده شوېده چې افغان طالبان د روغې جوړې خبرو اترو ته حاظر کړي. نو بل پلو هند او پاکستان هم د خپل منځي اړیکو د ښه کولو لپاره په تېر یوه کال کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي. اوس پوښتنه دا ده چې که چیري د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي ښې شي نو افغانستان او سیمې ته به یې څه ګټې وي.

هند او پاکستان په تېر یوه کال کې د تجارت د درو تړونونو او د ویزې اخیستلو په لړ کې د اسانتیاوو پر لوظنامه له لاس لیک سره سره له تېرو څلورو کالو راهسې په ټپه ولاړې د کرکټ اړیکي هم پر ځای کړې دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ دا وروستي پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځ ته شوي دي چې د هند د نژدې ملګري او د پاکستان په ګاونډي هیواد افغانستان کې د سولې لپاره له وسله والو طالبانو سره د جوړجاړي هلي ځلي ګړندۍ شوې دي.

په کابل کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي ، د هند او پاکستان ترمنځ ښې اړیکي پر افغانستان ښه او کړکېچنې اړیکي یې بده اغیزه کوي.

نصرالله ستانکزي وويل ً تجربې ښودلې ده چې کله د هند او پاکستان اړیکې کړکېچنې وي نو چې کابل اسلام اباد ته نژدې شي نوی ډیلی خفه شي او چې نوي ډیلي ته نژدې شي نو بیا اسلام اباد ناراضه شيً.

د نصرالله ستانکزي په وینا ً که چیري دا هیوادونه یو بل ته نژدې شي نوبه نه یوازې په سیمه کې امن راشي بلکې په افغانستان کې د سولې لپاره موثر تمامېدای شي ، د اقتصادي ودې لپاره ګټور تمامېدای شي. ګډې همکارۍ رامنځ ته کېدای شي او د افغانانو په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې بدلون راتلای شيً.

د پاکستان او سیمې پر سیاسي چارو نظر لرونکی خبریال او شنونکی سلیم ساپی وايي په افغانستان کې د ګډوډۍ یو لامل د هند او پاکستان ترمنځ سیالي هم ده.

سلیم ساپي زیاته کړه چې ً هند په افغانستان کې هر نظام مني خو داسې نظام نه مني چې اسلام اباد ته نژدې وي او پاکستان هم داسې په افغانستان کې داسې نظام نه مني چې له هند سره یې نژدې اړیکي وي ً.

نوموړي وویل ًکه چیري د هند او پاکستان اړیکي ښې کیږي نو به یې یقیناً پر افغانستان ښه اغېز وي. هغه ځکه چې په افغانستان کې د نني اړي ګوړي یوه لویه وجه د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی هم دیً.

له دې خبرو وروسته پوښتنه دا ده چې پاکستان او هند څه ډول کولای شي چې له افغانستانه سره یو تر بل ښې اړیکي ولري؟

د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي ً له افغانستان سره د ښو اړیکو هدف باید په داسې توګه ترلاسه کړل شي چې د دې هیواد په د سولې ، بیا رغونې او اقتصادي ودې لپاره کار وشيً.

د هغه په وینا ، ً هند د افغانستان په اقتصادي وده ، ټولنیزه وده او د افغانستان په بیا رغونه کې مرستې کړې ديً.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، ً که چیري پاکستان خپلو مداخلتونو ته دوام ورکړي او د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه وانه خلي ، پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره مرسته ونه کړي نو دا څرګنده ده چې له هند سره به د کابل اړیکي نژدې ويً.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې په تېرو وختونو کې هند او پاکستان دواړو له افغانستان څخه د یو بل پر ضد کار اخیستی دی او اوس په سیمه کې داسې حالات راغلي دي چې باید دواړه هیوادونه نه یوازې خپل منځي اړیکي ښې کړي بلکې په افغانستان کې هم د امن په راسوتلو او بیا رغونه کې په صادقانه توګه برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG