د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پنډۍ کې د کور کمانډرانو غونډه




د پاکستان د پوځي کور کمانډران نن د جمعې ورځ غوڼده لري چې د پوځي مطبوعاتي څانګې د یوه چارواکي په خبره په دې به له ملکي صورتحال سره سره د افغانستان او ټولې سيمې په امنيت غور کېږي .

له مشال راډيو سره د نوم نه ښودلو په شرط نوموړي دا یوه عادي غونډه وبلله خو د دفاعي او پوځي چاروکارپوهان یې بیا مهمه ګڼي، دوی وايي، دا غونډه په داسې وخت کېږي چې نزدې ورځو کې د پوځ مشر جنرل اشفاق پروېز کياني په برسلز کې د ناټو هېډکوارټر دوره کړې وه او هلته یې د ناټو چارواکو سره ليده کاتۀ کړي دي.

د پاکستاني پوځ پخوانی برېګېډئير سېد نذېر مومند وايي، چې امريکا او ناټو له افغانستا نه د وتو تیاری کوي نو په داسې حالاتو کې د پاکستاني پوځ کردار ډېر مهم دی، او کېدای شي دوی د پاکستاني پوځي مشر ته ويلي وي چې هغه دې په دغه لړ کې خپل کردار ترسره کړي او بيا دې ورستيو کې د افغان طالبانو پرېښوده،او افغانستان کې د دوه زره څوارلسم کال روستو حالات هم يو ځانګړې اهميت لري.

د ده په خبره پوځي سرلښکر به د خپلو کورکمانډرانو سره هغه ټولې خبرې او معلومات هم شريکوي او هغوي به په اعتماد کې اخلي کومې چې د ناټو چارواکو سره شويدي او د زمکني حالاتو جاج به هم اخلي.

دغه رنګ يو بل پخوانې برېګېډئير اسد منير وائي چې د افغانستان له پاره د پاکستان خارجه پاليسۍ کې د پوځ لوی لاس په دې وجه دې چې پوځ به کله هم نه غواړي چې ورسره دې په ګاونډ داسې حکومت جوړ شي چې د دوی دښمن وي.

د ده په خبره تېرو وختونو کې د افغانستان د دغه رنګ حکومتونو زيان پاکستان ته رسېدلې دې او اوس به هم ددې نېغ په نېغه اثر په پاکستان وي نو ځکه به پاکستان غواړي چې ګاونډ کې یې داسې حکومت وي چې که ملګرې نه هم وي خو چې د ښمن نه وي.

د ذکر وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر د خارجه وزيرې حنا رباني کر او نورو چارواکو سره په شريکه د برسلز دوره کړې وه چې دوی د ناټو چارواکو سره ملاقاتونو کې هغوس د تر ه ګرۍ خلاف جنګ او افغانستان مفاهمتي عمل کې د پاکستان د قربانيو او هلو ځلو نه خبر کړي ول.

رياض موسه خېل

مشال رېډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG