د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغان حکومت، طالبان، امریکا او خبرې اترې





د بي بي سي خبري پاڼې د ژورنالسټ او لیکوال احمد رشید یوه مقاله خپره کړېده چې د افغان سولې بهیر په کې څېړل شوی دی. د مقالې په یوه برخه کې د لوړ پوړو افغان چارواکو له خولې لیکل شوي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني اوس له زړه غواړي چې په افغانستان کې د امن په راتلو کې مرسته وکړي.

ژورنالسټ او لیکوال احمد رشید د دې مقالې په پیل کې لیکي چې په دې وروستیو اونیو کې د پاکستاني پوځ په تګلاره کې یو لوی بدلون راغلی دی.

دی لیکي ، پاکستاني پوځ په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته په افغانستان کې د یاغیتوب لپاره پناه ګاوې او ازادي ورکړې ده او اوس ورته وايي، چې په ۲۰۱۴م کال د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وړاندې له افغان حکومت او امریکا سره خبرې اترې وکړي.

احمد رشید لیکي ، که چیري د پاکستان په تګلاره کې دا بدلون پر ځای پاته شو نو د امن لپاره ډېرې نوې لارې پرانستلای شي.

یانې له طالبانو سره د ډزبندۍ ، په سیمه کې د یو پراخ جوړجاړي او په خپله له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په مظبوطولو کې ډېر مهم رول لوبولای شي.

په دې لړ کې به تر ټولو ستره خبره دا وي چې که چیري له طالبانو سره ډزبندي وشي نو دا د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د یو کمزوري افغان حکومت د قوي کولو چانسونه زیاتولای شي.

لیکوال زیاتوي ، په دې وروستیو کې یوه نه بلکې ډېرو لوړپوړو افغان چارواکو په شخصي ناستو کې د پاکستاني پوځ د مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني پر دې ستاینه کړېده چې هغه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د روغې جوړې لپاره څرګند ګامونه پورته کړي دي.

احمد رشید د افغان ولسمشر د یو سلاکار چې نوم یې نه در ورکړی له خولې لیکي چې دوی په دې باور دي چې د پاکستان په تګلاره کې اوس بدلون ر اغلی دی او د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني دې ته جدي دی چې په افغانستان کې د امن په راتلو کې مرسته وکړي.

پاکستان د نومبر په منځ کې د افغان طالبانو نهه چارواکي خوشي کړل او د دسمبر پر دریمه یې وویل چې ډېر ژر به نور طالبان هم خوشي کړي.

احمد رشید د چارواکو له خولې لیکلي دي چې د پاکستان اساتخباراتي ادارې د افغان طالبانو سل لوړپوړي چارواکي او عسکر نیولي دي د کوم د خوشي کولو چې تمه کیږي.

لیکوال د لوړپوړو افغان او پاکستانیو چارواکو له خولې لیکي چې کابل او اسلام اباد دواړو د روغې جوړې د خبرو اترو لپاره خپلې تګلارې تیارې کړې دي.

افغانستان خپله تګلاره له پاکستان او امریکا دواړو سره شریکه کړېده او پاکستان به یې هغه وخت شریکوي چې امریکا خپله تګلاره وړاندې کړي.

مقاله زیاتوي چې د امریکا پوځ او مرکزي استخباراتي اداره (سي ، آی ، اې ) دواړه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو مخالف وو خو اوس په واشنګټن کې په دې اړه ډېره ښه همږغي موجوده ده.

مقاله په پای کې لیکي ، پاکستان له ډېرې مودې د طالبانو مرسته کړېده او د هغه یې سخت خوړی قېمت هم ادا کړی دی. خو که ټولې غاړي اوس په دې پوهیږي چې د پرمختګ لپاره بې له روغې جوړې بله لاره نشته ، نو د دې لپاره بې له څه خنډه د نړیوال ملاتړ ضرورت دی.

امریکا باید په افغانستان کې د سولې بهیر ګړندۍ کولو لپاره یو تکړه سفارتکار وټاکي او یا ولسمشر باراک اوباما په خپله په دې کې برخه واخلي. او تر ټولو لومړی څلور دېرش کاله جنګېدلي افغانان باید په خپله په سوله ییزه توګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره سنجیده والی وښي.

XS
SM
MD
LG