د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: مورسي له مخالفینو سره خبرو ته کېني


د مصر ولسمشر محمد مرسي
د مصر ولسمشر محمد مرسي



د مصر ولسمشر محمد مرسي په پنجشنبه له خپلو مخالفینو سره په قامي کچ د خبرو اترو وړاندیز کړی چې په هیواد کې بحران ته د پای ټکی کښیږدي. مورسي وویل د نوي آیین لپاره پلان شوې ټولپوښتنه به په خپل وخت تر سره شي چې د ډسمبر پنځلسمه نېټه ورته ټاکل شوې ده.

په خپله یوه ټېليويژني وينا نوموړي وویل، د راتلونکي خالي په ورځ به له خپلو مخالفینو سره په ملاقات کې د آینده لپاره به لاره را ايستلو کې مرسته وکړي.

((زه د ټولو ګوندونو پر مشرانو، انقلابي ځوان کول او لوړ پوړو قانونپوهانو د بشپړه او ګټه ورو خبرو اترو غږ کوم چې د راتلونکی خالي په ورځ یاني د ۲۰۱۲م کال د دسمبر پر اتمه نېټه غرمه دوولس نیمې بجې دې په صدارتي ماڼۍ کې ملاقات راسره وکړي چې دا ډول یوه جوړ جاړي ته و رسیږو چې ټول قام يو موټی کړي. په دې سره به موږ ځان له ویش او شخړې را وباسو او یوه جوړجاړي ته به لاره هواره کړو که چېرې پوره پخلا نه یو هم))

په مصر کې تر هغه وروسته هره ورځ مظاهرې کېږي کله چې مورسي د سږکال په ۲۲م نومبر ځان ته لا زيات اختیارات ورکړل.

مخالفین په اسلام پلوه اکثریت لرونکي پارلیمان کې د آیین (اساسي قانون) وړاندي شوي مسودې هم غصه کړي دي. د مورسي وينا تر هاغه وروسته مخې ته راغله کله چې په قاهره کې د صدارتي ماڼۍ بهر ټينکونه ځای پر ځای شول او هلته بېګا شپه د مورسي د پلویانو او مخالفینو تر مینځ په نښتو کې اووه کسان ووژل شول او په سلګونه نور ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG