د لاسرسي ځای

تازه خبر

امن په لوبو راوړو . میا افتخار حسین



غلام غوث مشال راډيو

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزيرميا افتخار په پيښور کې د امن په نوم د لوبو ميلې پر مهال وویل چې دی نړۍ ته دا باور ورکوي چې د تره ګرۍ په ضد به خپله مبارزه جاري ساتي او په تعليم، کلتور، لوبو او په هر ميدان به د تره ګرۍ مقابله کوي.

د لوبو ددې ميلې نه که يوې خوا ته له جاپانه د انوکې په مشرئ کې راغليو پهلوانانو د غېږ اېستلو څخه نندارچیانو خوندونه واخیستلو نو بلخوا د پښتنو دودیزو اټنونو هم فضا لا پسې رنګینه کړله.


د صوبې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په پيښور قيوم سټېډییم کې د امن لپاره د انوکي د غېږ اېستلو د ميلې پر مهال له مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل، چې پاکستان به پر هر ډګر د امن د پرمختګ لپاره هڅه کوي او پر هر ډګر به د تره ګرۍ مقابله کوي:

( زموږ د پيښور له زړه څخه له دې سټېډیيمه د امن پيغام ورکولو په بنياد وايم چې موږ د امن خلک يو، له تره ګرۍ کرکه کوو، نړۍ ته باور ورکوو چې د تره ګرۍ په ضد به جهاد تر هغې جاري ساتو، تر څو چې مو ختمه کړې نه وي)-

د امن لپاره د انوکي د غېږ اېستلو په نوم په پيښور قيوم سټيډیيم کې د دې لوبو په باب د لوبو د وزارت مشر سيد عاقل شاه مشال ريډيو ته وويل ( ګوری دا لوبي د امن لپاره کېږي، ،انوکې محمد حسين خپله دا خبره وکړه چې پيښور ته تلل غواړي، چې د پيښور او پښتونخوا، سوله ییز او پرامنه مخ ګردې نړۍ ته وښيي، او انوکي سره د پنځلسو نورو پهلوانانو دلته راغلی دی. هغه هر يوه پهلوان ته يو يو کروړ روپۍ ورکړې دي له دې پرته لس کروړه روپۍ یې نورې لګولې دي او په خپله الوتکه کې راغلی دی او دا د غېږ اېستلو یا پهلواني لوبځای ((ringیې هم له جاپانه راوړی دی-

له جاپانه راغلي محمد حسين انوکي د لوبو دې ميلې ته په خپله وينا کې وويل ((چې ما د جاپان د امنخوښي ولس له اړخه د امن پیغام راوړی او تاسو چې مې نن کوم تود هرکلی وکړ دا به مې په ټول عمر هېر نه کړم.))

نندارچیانو له مشال رېډيو سره په خبرو کې په دې ميله ډيره خوښي وښودله - د سکول يو زده کوونکې امير نواز وويل چې ټولو لوبې ډيري خوندورې وې، او زیاته یې کړه دغه ډول هلې ځلې باید نورې ډېر کړل شي چې خلکو ته د خوشالۍ یو موقع په لاس ورشي.

XS
SM
MD
LG