د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ملي امنیت مشر اسدالله خالد په برید کې ژوبل


د افغان ملي امنیت مشر اسدالله خالد
د افغان ملي امنیت مشر اسدالله خالد


په کابل کې نن مازیګر د افغانستان د ملي امنیت رییس "اسد الله خالد" یوه بمي چاودنه کې ژوبل شوی دی. افغان چارواکو مشال راډيو ته وویل چې پر نوموړي ځانمرګی بمي برید شوی دی.

یو جګپوړي افغان چارواکي اېسوشيېټېډ پرېس ته ويلي پر اسدالله خالد هغه مهال ټپي شو چې کله یې نن د پنجشنبې ورځ له ماسپښین وروسته د افغان استخباراتي ادارې په یوه مېلمستون کې مېلمنو ته هرکلی ویلی.

چارواکي وايي خالد تر نامه لاندې ژوبل شوی دی. نوموړي سمدستي د ملي امنیت ریاست یو روغتون ته ورسول شولو.

خالد پخوانی والي او وزیر پاته شوی او د سږ کال لومړو کې یې د افغان استخباراتي ادارې رییس وګمارلی.

XS
SM
MD
LG