د لاسرسي ځای



د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي وايي، چې څو ورځې وړاندې په دغه ولايت کي شوي ځانمرګي بريد له امله يې لسګونه کورونه نړېدلي او دا مهال په يخه هوا کې شپه تر شنه اسمان لاندې تېروي. دوی وايي تر اوسه مو نه څوک پوښتنې ته راغلي او نه يې هم راسره مرسته کړې ده.

په هغه ځانمرګی بريد کې ۱۶۷ تنه ټپيان شوي او څلور نور ژوبل شوي ول .

دغه ځانمرګي بريد د عامو وګړو تر دېرشو زيات کورونه هم ونړول چې اوس يې پر ځمکې پرتې لوټي تر سپينو واورو لاندې دي.

يوه اونۍ کېږي چې په ميدان وردګو واوره اورېدلې او د نړېدليو کورونو څښتنان په شنه يخ کې شپه په ويښه تېروي.

دوی وايي نه تر اوسه پورې راسره چا مرسته کړې ده او نه مو هم څوک پوښتنې ته راغلي.

د دوی په خبره له ځانمرګي بريد څخه روغ پاتې شوي خو اوس يې نږدې ده چې يخ ووژني.

د محمد رسول په نامه د ميدان ښار يو تن اوسېدونکي وايي ،چې اوس يې تمامه ورځ ماشومان په ښار کې کاغذونه ټولوي او د شپې يې د کورنيو غړي ورباندې ځانونه تودوي.

دی وايي، دا نن سهار مي لا دوې تنې مېرمنې ولېدي چې بړستنې يې اغوستې وي او خپل ماشومان د يو بل چا کورته وړل چې تاوده يې کړي.

(( په دغه يخ کې د ميدانيانو دا حالت خو تاسي ته هم مالومېږي چې څومره ستونزې لري، دا نن سهار مې يو دوې مېرمنې ولېدې غټې غټې کڅوړې هم ورسره وې ماشومان يې اخيستي وو چې چېرته يې تاوده کړي. زما ورته ډېر زړه شين شو موږ په ډېرو سختو ستونزو کې را ګير يو ))

په هغه سيمه کې چې ځانمرګي بريد شوی دی چې په نړېدليو کورونو سربېره ځينې داسې کورونه هم شته چې د بريد له امله يې دېوالونو درزونه کړي دي.

په دغو کورونو کې ‎اوسېدونکي کسان وېره لري چې که چېرته واوره يا باران زيات شي، نو کېدای شي چې په دوی ولاړ بامونه هم ونړېږي.
دوی وايي د ولايت مقام په څو ميټرۍ کې مو کورونه نړولي او تمامه شپه مو يخ لړزوي خو د وردګو والي مو هم لا له حاله بې خبره دی.

د ميدان ښار يو بل اوسېدونکی اميد وايي چې په بريد کې يې د کورنۍ څو تنه ټپيان شوي او دروند مالي تاوان هم ورته رسېدلی دی.

دی وايي له دولته مو ډېره تمه وه چې ورسره به مرسته وکړي، خو تر اوسه نه ورسره چا مرسته کړې او نه يې هم تمه ختلې ده.

(( ځانمرګي بريد ته په ږدې ساحو کې کورونه ټول تخريب شول او په لیرو ليرو سيمو کې يې د کورونو ته روغې کړکۍ ور پرې ايښې دي نه يې دروازې پاتې دي. د ډېرو کورونو دېوالونه چاک شوي دي ، او کېدای شي اوس را ونړېږي. په بريد کې زموږ خپله هم د کورنۍ څلور تنه ژوبل شوي کور مو ونړېد او يو موټر مو هم ويجاړ شو. موږ د ولايت په څو ميترۍ کې اوسو خو تر اوسه مو هيچا د حال پوښتنه نه ده کړې، له دې خلکو زموږ ډېره تمه وه خو هيڅ يې هم نه راسره وکړي .))

((د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد هم مني چې تر اوسه پورې په ځانمرګيو کې د ژوبلو شويو کسانو له کورنيو او هغو کسانو سره چې کورونه ويجاړ شوي هيڅ ډول مرستې نه دي شوې.
دی وايي موږ لا تر اوسه د سروې په پړاوو کې يو ليسټونه مو جوړ کړي او مرکز ته مو لېږلي دي ګوره چې له هغې خوا به يې څرنګه ځواب راځي ))

له بده مرغه تر اوسه پورې په بريد کې له ژوبلو شويو او هغو کسانو سره چې کورونه يې نړېدلي دي هيڅ ډول مرسته نه ده شوې، موږ د خلکو غږ اخيستی او تر مرکز پورې مو رسولی دی. دا مهال موږ د سروې په پړاوو کې يو د متاثرينو ليسټونه مو تيار کړي او کابل نه مو لېږلي دي خو تر اوسه لا له هغې خوا څه حال نه دی راغلی
((د ميدان وردګو د دغه بريد مسوليت وسله والو طالبانو منلی وو او ويلې يې وو چې په بريد کې يې ګڼ شمېر کورني او بهرني سرتېري وژلي او ټپيان کړي دي ))

سيدشاه سقيم مشال راډيو غزنی
XS
SM
MD
LG