د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې درغلي او سرکاري دولت لوټل زیات شوي


د روڼتیا نړیوالې ادارې) اینټرنېشنل ټرانسپرېنسي) د درغليو په باب د ٢٠١٢ م کال په خپل کلني راپور کې وايي، چې د درغلو او اداري غلا غدیو له وجې پاکستان د درغلو هېوادونو په لیسټ کې له ۴۲ لمبره ۳۷ م ته لوېدلی دی .

له جرمني نن د چارشنبې په سهار په دغه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په ٢٠١٢م کال په پاکستان کې، درغلي، شوکې او د قامي دولت لوټلو پيښې زښته ډېرې شوې دي.

د غه راپور په باب په پاکستان کې د روڼتیا نړیوالې ادارې مشر سيد عادل ګيلاني مشال راډيو ته وويل، چې د تيرو څو کالونو په پرتله اوس په پاکستان کې درغلي سيوا شوې ده او لاقانونيت، معاشي بدحالي او د امنيت وضعه ورځ تر ورځې په خرابېدو ده.

د ازاد کشمير پوهنتون د اقتصادياتو استاد او د معاشي چار شنونکي ډاکټر معراج الحق وايي،

(( په دې کې هيڅ شک نشته چې دا مهال په پاکستان اقتصادي حالات سم نه دي ځکه چې تجارتي خساره ده او بل مالياتي خساره ډيره سيوا شوې ده او د دې دواړو وجه داده چې پاکستان د توانايي له بحران سره مخامخ دی، چې له لاسه یې صنعتونه بند دي او بې روزګاري زياته شوې ده. د امنيت وضعه هم ښه نه ده او په دې ملک کې سياسي بحران هم رامينځته شوی دی، نو له دې وجه سرمايه کاران نه راځي بلکې هغه شته سرمايه هم له پاکستانه روانه ده او ګاونډي ملکونو ته ځي او دغه رنګ زموږ پيداواري شرح هم ډيره کمه شوې ده او برامدات بالکل نه کيږي نو حکومت ته پکار دي چې د امن وضعې ښه کولو سره سره له هند او چين سره خپلې کاروباروي اړيکې ښه مضبوطې کړي ځکه چې د تجارت په لحاظ سره دا دوه ملکونه په دې منطقه ښه مقام لري. او پاکستان له دې ګټه هم پورته کولای شي))

د سيمه ايزو او بهرنو چارو څېړونکی خادم حسين بیا د دغه ډول نړیوالو ادرو څېړنې مشکوکه بولي: ((په دې کې يو خو داده چې د دوی د مالوماتو او تجزيیو بنياد د ميډيا په راپورونو وي نو له هغې وجه ځينې داسې راپورونه راشي چې د هغې پخلی نه وي شوی او په هغې کې څۀ حقيقت هم نه وي او دويم هغه خلک دي چې په بيوروکرېسې کې په عمومي توګه موجود دي چې د خپلو ګټو لپاره يو ښه کړي او بل بد کړي.

((نو زه وايم چې د دواړو مالوماتو ذريعې مشکوکې دي نو په دې بنياد داسې تجزي کول او بيا هغې ته نمبر ورکول يا راغورځول ماته نۀ ښکاري چې دا يو مثبت عمل دى. او بيا که موږ وګورو نو د پاکستان حکومت ځينې داسې کارونه کړي دي چې د جمهوريت لپاره يې لاره هواره کړې ده او دا هم تاسو وګوری چې نن په پاکستان کې عدليیه څومره ازاده ده او خپل کار په ښه شان ترسره کوي نو که موږ لږ نظر تير کړو نو راته ښکاره به شي چې پاکستان په يو شمير کارونو کې پرمختګ کړی دی))

د ذکر وړ ده چې همداراز د امريکا يوې ادارې جهاني عدلي پروژې (ورلډجسټس پروجيکټ) له واشنګټنه د ٢٠١٢م کال په خپل کلني رپوټ کې پاکستان د نړۍ په ٩٧ هېودانو کې تر ټولو درغل کرپټ او غيرمحفوظه ملک ګرځولی دى

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد

XS
SM
MD
LG