د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان شییعه ګانو ته له تحفظ ورکولو وتلی ښکاري


هفنګټن پوسټ لیکي په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تیاریانې روانې دي، داسې ښکاري چې ورسره یوه بله لوبه ګرمه شوې ده. چې لوبغاړي یی د پاکستان سیاسي مشران، سټراټیژي جوړونکي او د هغوي پلویان دي. ویب پاڼه د دوي دریځ په ګوته کوي چی وایی ټولی مسلې په هاغه صورت کې حل کیدای شي چې هند په افغانستان کې رول لوبول بند کړي او نړۍ او په تېره امریکا دې په افغانستان کې د پاکستان په دلچسپیانو ځان پوهه کړي.

ویب پاڼه په دې کې د امریکا اهمیت ته په اشاره کولو سره وایی چې د دې باوجود چې امریکا او پاکستان تقریبا د شپږو لسیزو راهیسې ملګري پاته شوي دي، دا مهال د دواړو تر مینځ کشالې د یو بل له ستونزمنو تعلقاتو سره اړه لري او وجه یې جدا جدا هدفونه دي، که څه هم په څه وختونو کې د دواړو دلچسپیانی یو شان هم پاته شوي دي. د ویب پاڼې په خبره پاکستان د امریکا سره خپل تعلقات هر وخت په سیمه ایز او یا د لویې وچې (براعظمي) تناظر کې ګوري.

ویب پاڼه لیکي ځیني کارپوهان وایی تر څو چې پاکستان سټریټیژيکي زاویو په اړه اندیښمن وي او د هغې له وجې دریمګرې ډله استعمالوي، دا یوه نا سمه پالیسي ده. ځکه چې نړۍ اوس بدله شوې ده او پکار ده په پالیسي کې دې اقتصادي ودې ته هم وکتل شي.

هفنګټن پوسټ وړاندې لیکي هند د یو سیمه ایز لوبغاړي په توګه د پاکستان او افغانستان په شمول اسیایي او نورو هیوادونو سره سټریټیژیکي او اقتصادي تعلقات غواړي. د پاکستان ګاونډی هیواد افغانستان چې په دغه هیواد تکیه کوي د نږدی تعلقاتو نه به ګټه پورته کړي. ویپ پاڼه له هند سره د سیالي کولو پر ځای د دغه هیواد او چین سره په اقتصادي ودې توجه، د پاکستان د ګټی لپاره مهم ګڼي.

بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي کم از کم د یو کال راهیسې سني سخت دریځه وسله وال په شییعه هزاره ګانو بریدونه کوي. دغه اقلیتي ټولنې تقریبا یوه پيړۍ مخکې له افغانستانه پاکستان ته مخه کړی وه. ورځپاڼه لیکي بریدکونکي له قانونه د ویریدلو پرته په دوی حملې کوي، دوکانداران په خپلو دوکانونو کې ، زده کونکي د کرکټ لوبه کولو په وخت او زایرین له بسونو نه وباسي او په سړک یی ووژني.

ورځپاڼه ليکي دغه خونریزۍ په پاکستان کې د نسلي تشدد برخه ده چې پکې سږ کال 375 شییعه ګان وژل شوي دي. د بشري حقونو لپاره د کارکونکو په خبره د 1990 مې لسیزې راهیسې تر ټولو بد ترینه شمېره ده. د ورځپاڼې په خبره هزاره ګان وايي، اصل خبره د دوی د شناخت نه ده ، بلکې په دې راز نه پوهیږي چې ولې د پاکستان حکومت د دوی تحفظ نه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي حکومت چې له اوله د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دی، دا اصرار کوي چې دې ګواښ ته په سنجیدګي سره ګوري.

د ورځپاڼې په خبره په دا ورستیو کې د محرم په وخت د کورنیو چارو وزارت سخت امنیتي ګامونه اخیستې وو چې د دولسو ګنټو لپاره یی د موبایل ټيلي فونونو سروس باندې بندیز لګولی وو. له دې سره سره یې په موټر سایکل غبرګه سورلي باندې پابندي لګولې وه چې د ریموت کنټرول بمونو مخه و نیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG