د لاسرسي ځای






که څه هم په افغانستان کې به څه وخت د تندې ماتولو لپاره خلکو شنې چای څښلې خو له تېرو څو کلونو راهيسې له کېفينو ډک د انرژۍ شربتونو استعمال زيات شوی دی.

زياتره د نويو برانډونو لکه د ماچو تيمډ بلېک تورو او هاټ سټار مشروبات نه يواځې په ښارونو بلکې په کليو کې هم استعماليږي.

که د حکومتي چارواکو غونډې وي ، د امنيتي سرتېرو ګشتونه وي، يونيورسټۍ وي او که د ولسمشر له قبايلي مشرانو سره ملاقات، نو په کې به د توانايي مشروبات څښل کيږي.

تر دې پورې چې طالبان هم د خپلې تندې ماتولو لپاره د کوکا کولا پرځای انرجي شربتونه کاروي.

په کابل کې يو دکاندار وايي، په دې روستېو کې لږ تر لږه د دوه درځنو نه زيات کمپنېو خپل مشروبات راويستلي دي .

همداشان د اسټريا جوړ ريډ بول شربت چې شا و خوا ۷۷ افغانۍ قيمت لري په ښارونو کې يې ځوانان ډير خوښوي، د دې په برتله د تايلېنډ کېراباؤ مشروب چې له ريډبوله يې نرخ نيم په نيمه ټیټ دی، په کليو کې يې غريب او مزدور کار زيات استعمالوي.

مونسټر چې تر ټولو ګران د توانايي مشروب دی تر ۲۷۵ افغانېو پورې قيمت لري.

د د ې ترڅنګ نور هم يو شمېر د توانايي مشروبات لکه بېګ بېر ، شاک ، ګېنګسټر ،شارک ، بوم بوم په افغانستان کې هر ځای ترلاسه کېدای شي.

دغه رنګ په ځايي کچه د کوکا کولا جوړونکو کمپنۍ د برن په نامه خپل د توانۍ يو مشروب راويستلې دې.

په کابل کې د جېم سپرمارکېټ منېجر ناصر احمد وايې د تېرکال په پرتله د انرژۍ څښاک په خرڅ کې شا و خوا درې چنده زياتوالی شوی دی. عبدالوحېد وفا چې په کابل يونيورسټۍ کې د افغان سنټر مشر دی وايي، د چاکلېټو د آزاد مارکېټ له وجې په دې تېرو دوو کلونو کې د توانايي مشروباتو قسمونه يو په دوه يا يو په درې زيات شوي دي. خو نوموړي د صارفينو د صحت په اړه انديښه ښودلې ځکه دی وايې په افغانستان کې د خوراک څښاک او د دوايانو د څارنې په اړه حکومت کوټلی نظام نه لري.

مقالې ليکونکې په افغانستان کې د ژوند د بېلا بېلو برخو سره اړه لرونکو خلکو سره خبرې کړې.

يو زده کونکې فضل الله شاهين وايي، هغه ځکه ريډبول څکې چې ده ته توانايي ورکوي او ستړی والی يې ختميږي يو طالب قومندان وايي ځنې ځايي وسله وال هم کاره باؤ او نور د توانايي مشروبات استعمالوي خو ما ته يې نوم نه راځي. دا وايې موږ له دې توانايي ترلاسه کوواو دا ډير ښه دي.

XS
SM
MD
LG