د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېنګوره:یو کور کې چاودنې یوه ښځه وژلې شپږ تنه ژوبل





د پښتونخوا سیلانې سیمې سوات په مرکز مينګوره کې یوې چاودنې یوه ښځه وژلې او شپږ تنه نور یې ژوبل کړي دي. تر اوسه لا نه ده مالومه چې دا بمي چاودنه ده که له قدرتي ګېسه شوېده.

په سیمه کې د مشال خبریال نیاز احمد خان وايي، چاودنه د مينګورې په مکان باغ کې سهار وختي په يو کور کې دننه شوې چې په یوه ښځه وژل شوې او شپږ تنه نورو ټپیانو کې درې ماشومان او دوې ښځې شاملې دي.

د مکان باغ يواوسيدونکی فضل حکيم وايي، دغه چاودنه د ماشومانو د حقونو مبارزې ملالې يوسفزۍ سره د ژوبل شوې یوې ماشومې کائينات له کور سره جوخت ګاونډي کور کې شوې ده چې په خبره یې د کور څلور کوټې یې په بشپړه توګه تباه شوې دي.

د فضل حکیم په خبره چې د دغه کورنۍ نارينه په سعودي عربستان کې محنت مزدوري کوي، اوله هیچا سره يې دښمني نشته.

د چاودنې وروسته دغه سيمې ته پوليس او دپاکستاني پوځ ځواکونه په لوی شمير رسيدلي.

د سوات پوليس مشر ګل افضل خان اپرېدی وايي چاودنه په کور کې د ګېس له وجې شوې ده، خو د دغه کورنۍ يو رشته دار فضل وهاب وايي، د دوی په سيمه کې ګيس نشته او دوی د پخلي له پاره لرګي د خشاک په توګه استعمالوي.

XS
SM
MD
LG