د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برسلز کې امریکايي او پاکستاني چارواکي سره ویني


رویټرز خبري اېجنسۍ د پاکستان او امریکا په تعلقاتو کې دپرمختګ په اړه یوه مقاله خپره کړې چې په کې په برسلز کې د ګل په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کر او د پوځ له مشر اشفاق پرویز کیاني سره د امریکا بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن د ملاقات حواله هم ورکړل شوې ده.

مقاله کې راغلي، امریکايي چارواکي په دې نظر دي چې د دې ملاقاتونو سره به ددواړو هېوادونو ترمنځه تعلقات نور هم پیاوړي شي. چې په نتیجه کې به یې د افغانستان او پاکستان همکاري لا نوره وده وکړي.

رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له خولې وايي، چې په ۲۰۱۱م کال په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن له وژل کیدو راهیسې د امریکا او پاکستان ترمنځه خراب تعلقات دا مهال تر بل هر وخت ښه شوي دي.

دغه ناڅرګنده چارواکی دپاکستان او افغانستان ترمنځه د جګپوړو چارواکو سفرونو ته په اشاره سره ویلي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځه ښه همکاري روانه ده او پاکستان افغانستان کې دسولې عمل دبریالي کولو لپاره دافغان طالبانو د خوشي کولو ترڅنګ یوشمیر ګامونه پورته کړي دي. نو ځکه دغه چارواکې نظر لري چې پاکستان د د سیمې د نورو قوتونو په څیر د ۲۰۱۴م کال د رانزدې کیدو احساس کوي چې له پس به له سیمې بهرني ځواکونه وځي.

بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې چارواکي وايي د اتحادي ځواکونو په وردۍ کې یو شمیر وسله والو تیره ورځ په جلال آباد کې په امریکايي اډه برید وکړ که څه هم د جنګي هیلي کاپټرو په مرسته په جوابي کاروايي کې دغه برید ناکامه کړل شو خو له دې څرګندېږي چې په دې هېواد کې لاهم طالب وسله وال د جنګ جاري ساتلو اراده لري.

ورځپاڼه لیکي دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه د۱۱ کلن جنګ د ختمولو تیاري کوي. د هېواد له ختیځو سیمو نېټو او بهرني ځواکونه ستینږي، خو دلته لاهم د طالبانو جنګي وړتیا ختمه نه ده. او له همدې دا پوښتنه راپورته کیږي چې په ۲۰۱۴م کال کې له افغانستانه دبهرنيو ځواکونو له وتلو پس به هلته د امنیت څه حال وي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په دغه امریکايي اډه وړاندې هم بریدونه شوي چې زیاتره یې ښه په قوت سره په شا تمبول شوي دي.

په دغو کې وروستې یو ځانمرګي برید وو چې دروان کال د فرورۍ په میاشت کې شوی وو، چې په کې نهه افغان وګړي وژل شوي ول خو اتحادي ځواکونو ته په کې ډېر زیان نه وو رسیدلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG