په کراچۍ ښار کې د يو دیني عالم په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي. د پولیس په وينا نامعلوم موټرسايکل سورو نن سهار په ابوالحسن اصفهاني روډ پر دیني عالم محمد اسماعیل ډزې وکړي او ويې واژه.
د چارواکو په وينا د نوموړي تر وژنې وروسته د وژنې وروسته د ښار په ځینو سيمو کې قهرجنو مظاهرینو په احتجاج لاس پورې کړې او د چارواکو سره لاس ګريوان کېدو له وجې څلور تنه زخميان شوي دي.
چارواکي وايي چې د پنځوو نورو کسانو مړي ورته د ښار په بيلابيلو سيمو کې موندل شوي.
کراچې کې له يوې اوږدې مودې راهيسې بدامني روانه ده چې پکې ګڼ عام خلک، سياسي مذهبي اوقومي مشران وژل شوي.