د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دا ځل ښايي پاکستان د سولې خبرو کې خنډ نه شي"


په فارن پالیسي مجله کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه یوه لیکنه خپره شوې ده. په دې کې راغلي، د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني ویلي، دی دا ځل هیله من دی چې پاکستان به د روغې په خبرو کې خنډ نه شي. لیکنه وايي، که چېرې دا خبره ریښتیا وي، نو دا به نه یوازې د جنګ ځپلې سیمې بلکې د امریکايي ولسمشر باراک اوباما له پاره هم ښه خبر وي ځکه چې هغه غواړي له دې جګړو خلاص شي او په اسیا کې کاروباري او اقتصادي اړیکي پراخ کړي.


په فارن پالیسي مجله کې لیکل شوي، د افغانستان سولې عالي شورا مشر صلاح الدین رباني په دې وروستیو ورځو کې واشنګټن ته تللی وو او هلته یې حکومتي چارواکو ته له پاکستانیو مشرانو سره د ده د سولې خبرو په اړه مالومات ورکړل.

صلاح الدین رباني چې کله پاکستان ته تللی وو نو هلته یې له چارواکو غوښتي ول چې هغه بندي طالبان دې خوشې کړي چې ظاهراً په دې تور نیول شوي دي چې د اسلام اباد له سلا پرته یې د روغې خبرې کړې وې. پاکستانیو امنیتي افسرانو له دې کسانو یو خوشې کړی وو او نهه یې د ټیټي کچې طالبان خوشې کړل.

تر دې وروسته د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني کابل ته ولاړ او هلته یې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د سولې بهیر په اړه نورې خبرې وکړې.

په لیکنه کې راغلي، صلاح الدین رباني وايي، په محتاط ډول هیله من دی چې دا ځل به پاکستان د روغې په خبرو کې خنډ نه شي.

مجله کاږي، که چېرې د رباني هیلې سمې وي نو دا به د امریکايي ولسمشر باراک اوباما له پاره ډېر ښه خبر وي چې په لېوالتیا هیله من دی په اسلامي نړۍ کې هغه ګډوډۍ شا ته پرېږدي چې ده ته په میراث کې پاتې وې او نور کارونه پر مخ بوځي. لکه د آب و هوا د بدلون پر موضوع کار وکړي، له اسیايي هیوادونو سره کاروباري اړيکي پراخ کړي، د ازاد تجارت تړونونه لاسلیک کړي او داسې نور.

په لیکنه کې راغلي، د روغې په خبرو کې تر ټولو مهم رول د اسلام اباد دی. پاکستاني ځواکونو په ۲۰۱۰ز کال کې ملا برادر ونیوه ځکه چې هغه له افغانانو سره خبرې پیل کړې وې. له دې کار سره یو پیغام ورکړل شو چې خبرې اترې به یوازې د پاکستان له شرایطو سره سم کېږي.

په فارن پالیسي مجله کې راغلي، پاکستاني استخبارات اوس هم له طالبانو سره ژور اړیکي لري او غواړي دا باوري کړي چې په افغانستان کې د بدلونونو پر وخت خپل اثر و نفوذ ولري.

صلاح الدین رباني وايي، اسلام اباد ورسره ژمنه کړې ده چې ملا برادر به خوشې کړي او همدې ته انتظار دی.

په لیکنه کې راغلي، پاکستان دا سابقه لري چې د خبرو اترو له منځه یې ټغر ټول کړی دی. او کېدای شي دا ځل هم داسې تېر ایستنه یا چل ول وکړي.

لیکنه زیاتوي، دا امکان هم شته چې داسې نه وي. ځکه چې طالبان د پاکستان له پاره هم هومره خطرناک او ناوړه دي څومره چې د افغانستان له پاره دي او ویل کېږي چې جنرال کیاني په دې پوه شوی دی د هیواد اقتصاد یې په ډېر خراب حالت کې دی.

XS
SM
MD
LG