د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د سوات ځنګلونو بې درېغه وهلو مخه دې ونیول شي"




نيازاحمدخان سوات مشال ريډيو

د خیبر پښتونخوا د سیلاني سیمې سوات مالم جبې اوسېدونکو په سیمه کې په ناقانونه توګه د ځنګلونو بې درېغه وهلو پر وړاندې یو لاریون وکړ او له حکومته یې د ژر تر ژره د ودرلو غوښتنه وکړه.

د مېنګورې پرېس کلب مخې د متحده محاذ په بلنه راټول شویو مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې ځنګلونه دې له پرې کولو وژغورل شي او د لرګو سمګلرانو مخه دې ونیول شي.

احتجاجیانو ته د خبرو پر مهال د متحده محاذ مشر ډاکټردلدار حسين وویل، وړاندې په سوات کې د بدامنیو له وجې ځنګلونه بې درېغه پرېکېدل او اوس منظمې ډلې د ځنګلونو ونې وهي. دی وايي کله چې یې ځايي خلک مخالفت کوي نو وسله وال کسان ورباندې ډزې کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د مالم جبې یوه اوسېدونکي شريف خان وویل چې، ملم جبه د ځنګلونو ښایسته سیمه ده او د هیواد له ډېرو برخو خلک د سیل لپاره ورته راځي. خو د شپې په تیاره کې سمګلران په بې دردۍ سره ځنګلونه پرې کوي او هیڅوک یې مخه نه نیسي. “موږ چارواکي په دغه مسله خبر کړي دي.”

خو د چارباغ تحصیل انتظامي مشرايس ډي ايم منظورحسين وویل، چې دوی له ځايي پوليس مشر او د ځنګلاتو څانګې له چارواکو رپورټ غوښتی دی او هیڅوک به د ونو وهلو ته پرې نه ږدي.


د مالم جبې اوسېدونکي وايي، نه یوازې په تېرو وختونو کې د سیمې ځنګلونو ته زښت تاوان اوښتی بلکې لا هم روان دی او ځايي خلک به هیڅکله خپله ځنګلونه تباهي ته پرې نه ږدي.

XS
SM
MD
LG