د لاسرسي ځای

اسد دانش وايي د کولتور د ودې لویې پروژې یې پیل کړي




ښاغلی اسد دانش په پیښور کې د دانش خپروندیه ټولنې مشر او ددانش کتابتون ما لک دی. ددوی ټولنې خواوشا دوه نیم زره کتابونه چاپ کړي دي، چی زیات شمیر پکې په پښتو ژبه کې دي. دوی د پښتو ژبې ډیر نایاب کتابونه له سره چاپ کړي او ولس ته یې رسولي دي.

دوی همدا رنګه دافغانستان په لغمان ولایت کې د ( دانش کمپلیکس ) په نوم د کولتور د ودې یوه ټولګټې پروژه هم پیل کړې ده چې په ترڅ کې به یې دچاپ خونه ، کتابتون او د ایف ایم راډیو هم جوړولی شي.

اسد دانش د خپلو فعالیتونو له وجې نه یوازې د خلکو په زړونو کې ځای موندلی بلکه دیو شمیر کورنیو او بهرنیو ادارو له خوا ورته ځانګړي ایوارډونه هم ورکړل شوي دي.


نن په مشال مرکه کې اسدالله دانش زمونږ میلمه دی ، او زمونږ د همکار خالد خان پوښتنې یې ځواب کړي دي.




XS
SM
MD
LG