د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنا رباني کهر به برسلز ته سفر کوي




ریاض موسا خېل :

اسلام اباد :- دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا خپرې شوې د یوې خبر پاڼې تر مخه دمېرمن حنا رباني کهر په مشرۍ کې به د پاکستاني خارجه وزارت يو پلاوی د روانې مياشتې په درېيمه او څلورمه نېټه د برسلز دوه ورځنی سفر کوي.

خبر پاڼه زياتوي چې په دغه پلاوي کې د نورو نه سربېره خارجه سکرتر جليل عباس جيلاني او د پاکستاني پوځ مشر اشفاق پرویز کياني هم شامل دي.

خارجه وزيره به خپله دوره کې د بيلجیم د خارجه وزير ، يورپي يونين د استازې ، د ناټو د ستر سکرتر او يورپي يونين د تجارتي او کاروباري مشروالۍ نه سربېره د امريکا دخارجه وزېرې هېلري کلنټن سره هم ويني، څوک چې به د ناټو ملکونو د خارجه وزيرانو غونډه کې د ګډون دپاره برسلز کې وي.

دغه ملاقات کې به د دوه اړخيزه تعلقاتو او پاکستان ـ امريکې ستراتيژیکي مزاکراتو نه علاوه د افغانستان او سيمه ییز امن په چارو خبرې کېږي.

پاکستان کې کارپوهان دې سفر او ملاقات ته ډېر خوش بينه دي او وایي چې دې سره به دمنطقې امنيت او د دواړو ملکونو تعلقاتوته ډېره ګټه ورسي.

مشال راډيو سره خبرو کې د خارجه چارو کارپوه او پېښور پوهنتون کې د مطالعه پاکستان د څانګې مشر ډاکټر فخر الاسلام وینا وه چې د خارجه وزيرانو ملاقات اصل کې دوزیراعظمانو يا ولسمشرانو د ملاقات برابر وي. دی زياتوي چې دې دوره کې به پاکستاني خارجه وزيره د ناټو ملکونو بعضې خارجه وزيرانو سره وويني چې ارومرو به ډېر ګټور وي.

دغه رنګ د خارجه وزېرې سره د پوځي مشر سفر ته هم کارپوهان په ښه سترګه ګوري . په دغه اړه مشال راډيو سره خبرو کې د خارجه چارو کارپوه او پېښور پوهنتون کې د ایريا سټډي سنټر د څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وويل چې د امريکا او افغانستان په اړه پاليسۍ د پوځ د خوښې نه بغېر نه شي جوړېدای او په شريکه سره سفر کولو نه دا خبره ظاهرېږي چې پوځ لخوا داسې اشارې ترلاسه شوي چې حالات به ورسره سم اړخ ته لاړ شي.

د کارپوهانو په خبره د کال دوه زره څوارلسم تر پایه پورې د افغانستان نه د خارجه قواوو د وتو دپاره زمينه برابرول او افغانستان کې امنيتي وضع سمول دامريکه او ناټو ړومبۍ پاملرنه ده او دغه لړ کې پاکستان مهم کردار لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG