د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې مېشت کډوال دخپل سباوون په هکله څه وايي؟



سرچینه : خلیج ټایمز
ژباړه : ګل ایاز


د پاکستان د سرحدي چارو وزرات او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې په پاکستان کې مېشت د راجسټر شویو افغانانو سروې کړې چې ترمخه يې په شپاړس لکه کډوالو کې دوه اتيا فيصده پښتانه دي.

په سروې کې راغلي چې شل فيصده افغان کډوالو په پاکستان کې د ۱۸ اربه روپو پانګه اچونه کړې ده. د سروې نورې شميرې خليج ټایمز ورځپانې خپرې دي.

خليج ټائمز ورځپاڼه لیکي په پاکستان کې شپاړس لکه رجسټرډ افغان کډوالو کې زيات شمیر یې پښتانه دي او ۷۰ فيصده یې د کډوالو په کيمپونو کې زيږيدلې دي.

د پاکستان دسرحدي چارو وزارت او د ملګرو ملتونو کډوالې ادارې په ګډه سروي کې راغلي چې پاکستان کې مېشت افغان کډوالو کې ۸۲ فيصده پښتانه دي، ۵ فيصده تاجک، څلور فيصده ازبک او نوري نژادي ډلې شاملي دي.

ورځپاڼه ليکي ،په پاکستان کې د شاو خوا يو ملين افغان کډوالو نه د سروي په لړ کې پوښتني او مرکې شوي چې دا مالومه کړي، افغان کډوال څه ته ضرورت لري ؟ او د رجسټريشن د لارې کره او سم مالومات راغونډ کړي چې ايا دوی بيرته وطن ته ستیندو په اړه څه ارادي لري؟ د دې ترڅنګ اقتصادي او قانوني حيثت په اړه څه فکر لري ؟

د سروې ترمخه په پاکستان کې شل فيصده کاروباري افغانانو د اتلس اربه کلدارو روپو سرمايه ګذاري کړې ده.

سروې کې راغلي، په پاکستان کې ميشت کډوالو کې ۷۰ فيصدو عمر د اتلسو کالو نه کم دی او زياتره پکې په دغه هيواد کې ژوند کړي.

د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته رجسټريشن کارډونه ورکړي چې د روان کال د دسمبر تر اخره کار ورکوي.

ورځپاڼه ليکي، شپاړس لکه رجسټرډ افغان کډوالو کې شاوخوا درې لکه او شپیته زره کډوال پلان لري چې افغانستان ته ستانه شي. هغه کډوال چې خپل وطن ته نه ستنيږي وايي په افغانستان کې ناامني او بې روزګاري ده او د سر پټولو وسيلې هم نشته.

د سروي د شميرو ترمخه نږدې درویشت فيصده کډوال په معاشي توګه فعاله دي او پنځه اتیا فيصده کډوال مزدوري کوي.

په دې کې د زياترو عمرونه د ۲۵ نه واخلې تر ۵۹ پوري دي او د یودیرش فيصده عمرونه د ۱۵ کالو نه واخلې تر ۲۴ کالو پوري دي.

په سروی کې راغلي چې زياتره افغان کډوال د کورونو ، د لاسي څيزونو جوړولو او ټرانسپورټ په څانګه کې مزدوري کوي. د دې تر څنګ د ۷۰ فيصده افغان کډوالو د کورنۍ يو کس د کور لپاره ډوډۍ راوړي او شپږ فيصده کډوالو د ګټي وټې څوک نشته.

دسروې په پای کې راغلي چې ۴۳فيصده هلکان او ۶۷ فيصده نجونې کله هم سکولونه ته نه دي تللي.
XS
SM
MD
LG