د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د خان عبدالصمد خان ۳۹ تلین لمانځل کیږي




نن د پښتنو د ملي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۳۹م تلين لمانځل کېږي. په دې وياړ د نړۍ په بېلا بېلو هيوادونو کې د نوموړي ياد غونډې لمانځل کېږي.

خان عبدالصمد خان نه یوازې د پښتنو ملي مبارزو بلکه لیکوال او خبریال هم و او د ژوند په ټولو لارو کې یې د پښتنو د حقونو له پاره هلې ځلې کړي دي.

د کار پوهانو په خبره، عبدالصمد خان اڅکزی په جنوبي پښتونخوا کې لومړی کس و چې سیاست یې پیل کړ.

د دوی په خبره، انګرېزانو پر اڅکزي د تعلیم تر لاسه کول بند کړل او دی یې زنداني کړ. ده بیا په زندان کې بېلا بېل کتابونه ژباړلي دي او خپل تعلیم یې هم تر لاسه کړی دی.

اڅکزی د ۱۹۷۳ز کال د ډسمبر پر دویمه هغه وخت ووژل شو چې نا مالومه وسله والو د ده کور ته بم واچاوه.

تر اوسه د اڅکزي د وژونکو په اړه هیڅ مالومات نه دي شوي. د خان عبدالصمد خان د ژوند او کار په اړه د احمدشا اعظمي راپور لاندې اوریدلی شئ.




تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG