د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ډېورنډ کرښې په اړه پرېکړه به افغان ولس کوي'


جانان موسا زی، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند
جانان موسا زی، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند
ریاض موساخېل

اسلام اباد - افغانستان ویلي، د ډېورنډ کرښې په اړه پرېکړه به د افغان ولس په خوښه او د فکر تر مخې کېږي.

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسازي له مشال راډیو سره د ځانګړې مرکې پر وخت وکړه.


ده وویل، د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول اسلام اباد ته د سفر پر وخت د سولې بهیر ملاتړ او مرستې تر لاسه کولو تر څنګ پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې چې په کې پر کونړ و نورستان د پاکستان له خوا د توغندیو ورول هم شامل ول.

موسازي وویل، د افغانستان د سولې بهیر د دې هیواد په مشرۍ کې تر سره کېږي او دا چې د سیمې هیوادونه په ځانګړي ډول پاکستان د سولې په دې بهیر کې ډېر مهم رول لري.

ده وویل، دوی هڅه کړې چې د اسلام اباد او کابل تر منځ د باور فضا ټینګه شي او هیله لري چې اسلام اباد به په دې عمل کې د طالب بندیانو خوشې کولو تر څنګ نور ګامونه هم واخلي.

موسا زي زیاته کړه، د ډېورنډ کرښې موضوع په اړه د دوی دریځ اصولي دی؛ په دې اړه د افغان ولس پرته بل هیڅ کس تصمیم نه شي نیولای او په دې اړه چې هر هیواد خبره کوي هغه کابل ته هیڅ مانا نه لري.
XS
SM
MD
LG