د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سینېټ پر ایران د نورو بندیزونو منظوري ورکړه


د امريکا سينېټ پر ايران د نوو بنديزونو منظوري ورکړې ده.

د امريکايي سينېټ له خوا په منظور شوو بنديزونو کې د ايران په انرجۍ، سمندري بندرګاه او د سامانونو وړلو راوړلو د تجارت په برخه کې پابنديانې لګولي شوي.

له دې وړاندې هم امريکا د ايران د اټومي پروګرام له وجې پر ايران سخت اقتصادي او تجارتي بنديزونه لګولي.

بل خوا ايران ويلي چې پر خاوره به يې پوځي بريد د يورينيمو د غني کېدو مخه ونه ونيسي.

اورانيم د اټومي وسلو جوړولو له پاره ضروري ګڼل کېږي.

د اټومي انرژۍ په نړيوالې ادارې IAEA کې د ايران استازي، علي اصغر سلطاني وويل چې که پر ايران بريد وشي او د اورانيمو غني کولو مرکزونه ته يې زيان ورسي نو بيا به يې جوړ کړي.

پر ايران تور دی چې غواړي اټومي وسله جوړه کړي خو ايران وايي اټومي پروګرام يې د سوله ييزه هدفونو له پاره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG