د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلوزو کډوال له ساړه یخه کړېږي



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد: که څه هم د جلوزو کډوال کيمپ کې ميشت متاثرين لا له وړاندې ګنې ستونزې لري خو د ژمي له راتګ سره ښايي يو په دوه شي ځکه چې له ساړه یخه د بچ کيدو لپاره له دوی سره د کمبلو، بړستنو، ګرمو جامو او د نور ضروري څيزونو کمی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د باړې سيمي شيرخان وويل، چې په ژمي کې دوی له یخه د بچ کېدو لپاره سم بندوبست نه لري.

،، يخني دومره سيوا شوې ده چې که د شپي اوبه په خيمه کي پرتي وي نو هغه واوره شي. په يو کوټه کې د ژمي په موسم کې ګزاره نه کيږي نو دا خو د کپړې خېمې دي. موږ ته که داسي بله خېمه راکړې شي نو پدي زړو خيمو به يې واچوو نو لکه ګزاره به مو روانه شي او بل د يخ موسم لپاره دي راته د کمبلو وغيره انتظام وکړل شي ،،

اختر محمد چې خپلو بچو سره جلوزو کډوال کيمپ کې اوسيږي وايې، د ژمي یخني کې چې کوم شدت راروان دي نوماشومان او ښځې یې له لاسه ډېرې کړېږي.

،، نه خو د يخنې د موسم څه خاص بندو بست وي او نه د يخ موسم ، دي له وجې ماشومان هم بيمار دي. داسي څه موږ سره نشته چې د ژمي مقابله پرې وکړو.د ژمي چې کوم سامان د کډوالو لپاره وي هغه لا موږ ته نه دی راکړل شوی ،،

يو زده کونکې فضل الرحمان وينا ده چې په خپل کلې کې هغه کله دا سوچ هم نه وو کړی چې د کډوالو کيمپ کې به ژوند تيروي.

،، په موږ داسي حالات کله هم نه دی تير شوې چې کوم مخه نن سبا موږ ته ده ،زه نه وم خبر چې داسې يخنې کې به ژوند تيرومه او دومره مشکلات به ګورم ،،

د صوبايې افت اونظم ادارې وياند عدنان خان وايي، د تېر په څېر به سږ کال هم دوی د کډوالو لپاره د ژمي بندوبست کوي.

،، په دې لړ کې نه صرف موږ ورته د يخ موسم لپاره د يو پيکج چې کمبلې په کې شاملې دي، هغه ورکوو بلکې له علاوه د خيمو د پاسه د داسي څپر انتظام مو هم کړی دی چې هغه نه صرف ده يخ موسم د اثراتو نه بچ کوي بلکه اوړي کې فائده هم ورکوي.او له دې سره سره موږ دې کډوالو لپاره د بجلې انتظام هم کړی دی او د بجلې محکمې ته پنځه کروړه روپۍ په دې سلسله کې ورکړل شوې دي ،،

د عدنان خان په وينا چې د حکومت پوره کوښښ دې چې کډوالو ته ټولې ضروري اسانتیاوې وکړي.

XS
SM
MD
LG