د لاسرسي ځای

د وژل شویو بلوڅانو کورنیو سره مالي مرستې کېږي




نیاز موسا خېل مشال راډيو

کوټه : د بلوچستان حکومت له هغه بلوڅ کورنیو سره د مالي مرستې اعلان کړی چې د کورنۍ غړي یې له وژل کېدو او خرابېدو وروسته غورځول شوي دي. د حکومتي پرېکړې له مخې به دغه کورنیو ته د وژل تن پر سر ۱۰ لکه روپۍ ورکول کېږي او د دې برسېره تر دوو کلونو پورې هره میاشته ۷ زره روپۍ ورکول کېږي. خو بلوڅ ملت پالو دغه حکومتي پرېکړه له اصل مسلې د پام اړولو پلمه بللې.

د بلوچستان کورنو چارو محکمې سیکرټر اکبر حسېن دراني مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې صوبایي حکومت اوس پرېکړه کړې چې د مسخ شوي مړیو له کورنیو سره مالي مرسته وکړي او دا مرسته به د ده په وېنا،تر اندازو هم زیاته وي

٫٫یو څو میساشتې مخکې صوبایي حکومت اعلان کړی وو چې حکومت به د هر موندل شوي مړي پر سر ۴ لکه روپۍ ورکوي،خو اوس د سپریم کورټ له هدایاتو سره سم،حکومت خپله پرېکړه بدله کړې او اوس به د مړي پر سر تر ۸ او یا هم ۱۰ لکه روپی ورکړو.د دې تر څنګ حکومت د موندل شوي مړي پر سر کورنۍ ته ۷ زره روپۍ د میاشتې په حساب ورکوي او دا مرسته به هره میاشت تر ۲ کلونو دوام ولري٬٬

د کورنو چارو محکمې سیکرټر،اکبرحسېن دراني زیاته کړه،له پلټنو او تصدیق وروسته به د پېسو ورکولو عمل ترسره کېږي

٫٫موږ به د هر موندل شوي مړي په لړ کې پلټنې وکړو او په دغه لړ کې به د پولیسو سي-آیي-ډي څانګه باقاعده تصدیقي عمل پر مخ بیایي او وروسته د هرې سیمې کمشنر تصدیقي رپورټ را کوي،بیا به موږ د مرستې ورکولو ګام پورته کوو.د دې تصدیق به کېږي چې آیا موندل شوی مسخ شوی مړی واقعي هم د ٫٫مسخ شوي مړي٬٬ درجه لري او که نه په قبایلي دوښمنۍ کې داسې شوي دي٬٬

خو بلوڅ ملت پالو د حکومت دا ګام بې ځایه او بې ګتې بللی. د ورکو بلوڅانو غږ نومي سازمان دویم مشر،قدیر بلوڅ په دې نظر دی چې حکومت د بلوچستان اصل مسلو څخه د پام اړولو لپاره دا قیسمه اعلانونه کوي. دی وایي

٫٫دا هسې وخت ضایع کول دي او د مسخ شویو مړیو د اصل ستونزې څخه د پام اړولو پلمه ده.حکومت د مسخ شوي مړي پر سر پېسې خو ورکوي،خو دا نه ښکاره کوي چې دا مړي څوک غورځوي؟ او ورک شوي کسان آخر دي له چا سره؟زما په فکر دا عمل به څه ګټه نه راوړي او نه به اغېزمنې کورنۍ دې ته زړه ښه کړي٬٬

په بلوچستان کې له ۲۰۱۰م کال راهیسې د یلوڅ ملت پالو په وېنا سلګونه کسان له تېښتولو وروسته وژل شوي او بیا یې خراب شوي مړي غورځول کېږي چې د دوی په خبره په هغوی کې زیاتره بلوڅ سیاسي کارکوونکي دی.که څه هم بلوڅ ملت پالې د دې کشالې تر شا پاکستاني استخباراتي ادارو ته ګوته نیسي،خو یادو ادارو بیا په بیا بیا د دې تورنو له منلو انکار کړی.

XS
SM
MD
LG