د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بندیانو په اړه ګډ کمیشن فعالوو. کر





د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر ویلي، له افغانستان سره سلا شوې ده چې د زندانیانو په موضوع ګډ کمېشن عملي کړي.

نوموړې دا خبره نن په اسلام اباد کې د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر ډاکتر زلمي رسول سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړه. کر طالبانو ته په اشاره وویل، هیواد یې پر هیڅ ډلې کنټرول نه لري:

((په تاریخي ډول دا تصور چې پاکستان د خوښې [کسان یا ډلې] لري، او یا هم پاکستان غواړي [په دې لړ کې] کنټرول ولري، وغیره، دا بې له شکه، لکه ما چې وویل، پرته له تش خیالونو نور څه نه دي. په آخره کې ویل غواړم چې موږ سره سلا شوي یو چې د زندانیانو پر موضوع یو ګډ کمېشن عملي کړو.))

کر وویل، د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون ډرافټ یا لاسوند هم نن تبادله شوی دی.

خبري غونډې ته د وینا پر وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول وویل، کابل او اسلام اباد دواړه د ترهګرۍ له شریک ګواښ سره مخامخ دي او باید دواړه هیوادونه په ګډه پر دې کابو موندلو له پاره هلې ځلې وکړي. ده زیاته کړه چې په سیمه کې له هیوادونو غواړي، په صادقانه او بشپړه توګه د افغانستان سولې عمل ملاتړ وکړي. زلمی رسول نن له یوه پلاوي سره اسلام اباد ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG