د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ګرځنده مرده خانه



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :د پاکستان تر ټولو لوي ښار کراچۍ کې د ژغورنې د ادارې ایدي چارواکي وایي د ښار له بیلابیلو سېمو څخه هره ورځ ګڼ داسې مړي په لاس ورځي ، چې وارثان یې نه وي مالوم ـ دوی دغه مړي د لنډې مودې لپاره په مرده خانه کې ږدي خو اوس په ښار کې د اخ و ډب د زیاتو شویو پیښو له کبله د دوی په مرده خانو کې زیاتره وخت ځای کم پرېوځي او همدا وجه ده چې دوی اوس ګرځنده مرده خانه جوړه کړې ده ـ

د یادې ادارې مشر عبدالستار ایدهي مشال ریډیو ته ویلي دي چې دغې مرده خانه کې د بیړني حالت په مهال د ۳۲ مړو د ایښودلو ګنجایش شته دی ـ

((کله کله په ښار کې حالات بیخي خراب شي ،زموږ د سهراب ګوټ په مرده خانه کې ۳۰۰ مړي ځایېږي ،په خرابو حالاتو کې هغه مرده خانه ډکه شي ،بیا د نورو مړو سنمبالښت ګران وي نو موږ فکر وکړو چې د موټر له پاسه یوه مرده خانه جوړه کړو چې نه یوازې له یو ځای څخه بل ته په اسانه تلای شي بلکې په دې کې د بیړني حالت په مهال د ۳۲ نه نیولی تر ۴۰ پورې مړي هم ځایېدلای شي))

د کراچۍ لوړ پوړي پولیس چارواکي وایي چې د روان کله له پیله راهسې په کراچۍ ښار کې څه کم ۲ زره کسان وژل شوي دي ـ د دوی په خبره په دغو کسانو کې د ۵۰۰ څخه کم کسان په هدفي وژنو او پاتې نور د شخصي دشمنیو او یا نورو لاملونو له کبله وژل کیږي ـ

د خیر ښېګړې د ادارې ایدي فاونډیشن مشر عبدالستار ایدي وایي هره ورځ د دوی رضا کارو ته د لسو څخه نیولی تر شلو پورې داسې مړي په لاس ورځي چې وارثان یې نه وي مالوم ـ دغه مړي دوی تر یوې هفتې پورې له ځان سره په مرده خانه کې ږدي او بیا یې خاورو ته سپاري.

((د نامالومه مړي په قبر یو ځانګړی نمبر لګوو ـ زموږ د مواچ ګوټ هدیره موږ لس ایکړه اخیستي وه ـ اوس دغه هدیره ۳۰ ایکړه ته غځېدلی ده ـ په دغه هدیره کې په لسګونو زره مړي ښخ دي ـ زیاتره بې وارثه مړي د سړکونو له غاړو،خالي پلاټونو،سیندنو او بیلابیلو ځایونو څخه موږ ته په لاس راځي ـ وروسته د عکسونو له لارې د هغه خپل خپلوان خپل مړی وپيژني نو هغوي ته یې قبر او ځانګړی نمبر ورښودل کیږي))

څیړونکي وایي د نړۍ په هر لوي ښار کې وژنې او جرمونه کیږي خو کراچۍ ښار د نړۍ یو له خطرناکو ښارونو څخه ګڼل کېږي ـ د انساني حقونو فعال غړی او څیړونکی اختر بلوچ په دې اړه وایي.

((بې شکه چې د نړۍ په لویو ښارونو کې د مرګ ژوبلې پېښې زیاتې وي خو د نړۍ په نورو ښارونو لږ تر لږ د سزا او جزا نظام شته ،عدالت او محکمې شته ـ په کراچۍ کې صورتحال بیخي بدل دی ـ د لته موږ صرف لاوارثه مړي ښخوو ـ دوي لاوارثه بالکل نه و ، خو دلته د زیاتره وژنو په اړه ایف ایي ار هم نه لیکل کیږي نو یو ملک چې دغه صورتحال وي هلته به خامخا د لاوارثه مړو په شمیر کې زیاتوالی راځي او د هدیرو رقبه به زیاتیږي))

د یادونۍ وړ ده چې په پاکستان کې د لاوارثه مړو له پاره هیڅ سرکاري اداره شتون نه لري او دا کار د خیرښیګړې اداره ایدي مخ په وړاندې بیایي ـ د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې د وژنو د شمیر د زیاتیدو سره سره که یوې خوا ته دغې ادارې د ایمبولانسونو شمیر زرګونو ته رسولې نو بلخوا یې له اوسه د ګرځنده مرده خانو پیل هم کړی دی ـ

XS
SM
MD
LG