د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان په باب د نړیوالو رسنیو لیکنې




د اینډیپینډنټ ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي چې کله د وسله والو طالبانو لخوا په ملاله دبرید خبر خور شو نو په نتیجه کې یې ټولې نړۍ ته یو ډېر جذباتې پیغام لاړې، چې یوه څوارلس کلنه بې ګناه ماشومه باندې صرف ددې له وجې حمله کیږي چې هغه د خپلو حقونو داحترام غوښتنه کوي.

ورځپاڼه لیکی د ملالې سره چې څه وشو نو په هغې باندې دنړۍ لخوا د غم او غصې څرګندونه یوه ښکاره خبره ده. خو په دې وخت کې هغه پیغام هیرول نه دي په کار چې ملالې ټولې نړۍ ته د رسولو هڅه کوله یعنې دا چې جینکو ته دې د خپل ژوند او مستقبل په حقله د فېصلو اختیار ورکړې شي.

ورځپاڼه لیکي چې په دنیا کې هرکال لس میلیونه کم عمره ماشومانې واده کیږي. چې د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه په راتلونکو لسو کلونو کې دا شمیره ۱۴ ملینه ته پورته کیدلې شي. او دې لړ کې د ټولو نه اولنۍ مسله دا را پیدا کیږي چې جینکۍ دتعلیم نه بې برخې پاتې شي او په کم عمر کې د بچو پالنه هم ورپغاړه شي او دا راز خپل ماشوم توب یې نیمګړې پاتې شي.

ورځپاڼه لیکي په کم عمر کې دجینکو د ودونو دویمه مسله دا ده چې پکې زیاتره د ماشوم د بیدایش په وخت ژوند لاسه ورکړي، خو د کومو جینکو چې د شلو کلونو نه بره عمر کې واده وشي نو د ماشوم د پیدایش په وخت دهغوي د مرګ امکان کم شي. او دهر ډول حالاتو د مقابلې توان هم لري.

بلخوا نېشنل انټرسټ مجله درپوټونو په حواله لیکي اوبامه انتظامیه په افغانستان کې تر ۲۰۱۴م کال او دهغې وروستو ددغه هېواد سره دهمکارۍ په اړه په هغه بیلا بیلو لارو چارو غور کوي کوم چې ورته افغانستان کې دامریکايي ځواکونو مشر جنرل جان ایلن په دې لړ کې ورکړي دي.

او ممکنه ده چې ډېر زر افغانستان کې د ۲۰۱۴م کال وروسته د پاتې کیدونکي امریکایانو شمیر او دهغوي مقاصد واضحه کړې شي. دې امریکایانو کې به زیاتره خصوصي ځواکونه او تربیه کار وي. او کیدې شي چې دا شمیره تر دېرشو زرو پورې ورسي.

مجله لیکي چې دې لړ کې اوباما انتظامیه یوې خوا ته افغان ځواکونو ته امنیتي ذمه وارۍ د سپارلو عمل ته ډېره پاملرنه کوي او بلې خواته د ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې په دامن ټینګ ساتلو لپاره د نویو طریقو د لټولو هڅه کوي.

مجله زیاتوي په دې کې یوه طریقه چې د ولسي خلکو د پام نه بهر ده هغه د کلي په سطح د امنیت د ثبات عملیات دي. په دې عملیاتو کې د امریکا خصوصي ځواکونه د کلي دخلکو په مرسته د امن ټینګولو لپاره ګامونه پورته کوي چې په نتیجه کې یې د ترهه ګرۍ جرړې غوڅیږي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG