د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د قبايلي سیمې زده کونکو مسلې دې حل کړل شي"


د جمرود دوه زدکونکي
د جمرود دوه زدکونکي





د پيښور او اسلاميه کالج پوهنتونو کې د قبايلي سيمو سره تعلق لرونکيو زده کونکيو وينا ده چې له تيرو ١٥ کلونو راهيسې چې د پوليټيکل انتظامۍ لخوا دوی ته د کالج زده کونکي ته ٢٥٠٠ او د پوهنتون په کچ زده کونکي ته د کال په سر ٣٠٥٠ روپۍ وظيفه ورکول کيږي ، چې موجوده ګرانۍ کې بيخي لږې دي بايد چې دا سيوا کړل شي ځکه چې د دوی د داخلو فيسونه او نورې خرچې د ګرانۍ له وجې ډيرې زياتې شوي دي.

د پيښور پوهنتون د طالب علمانو يو تنظيم خيبرسټوډنټس ايسوسيېيشن تر سيوري لاندې تابيا شوې غونډه کې د تنظيم سينير نايب صدر سيدنواز وويل، چې په فاټا کې خو هسې هم د تعليم موقعې دومره نشته او بيا په دې کې داسې جينکۍ او هلکان زده کونکي شته چې پلاران يا نور مشران يې د تره ګرۍ ښکار شوي دي او بيا د هغوی سره د کالج يا پوهنتون د داخلې پيسې نه وي نو په داسې صورتحال کې دویله د زده کړو پاته شي.

نوموړي مشال راډيو ته زياته کړه چې ،، زموږ غوښته ده د فاټا د ټولو زده کونکيو جينکو او هلکانو لپاره ده ځکه چې هغوی ته کومه وظيفه د کالج او پوهنتون په کچ ورکول کيږي هغه د نشت برابر ده.
موږ څو وارې غوښتنه وکړه خو له بده مرغه زموږ غږ چا هم نه دی اوريدلى ، زه تاسوه ته ووايم چې د کال په سر د يو طالب علم يو لک خرڅ راځي نو څنګ به يو غريب طالب علم وکړای شي چې خپلې زده کړې جاري وساتي”

د قبايلي سيمې سره يو بل طالب علم ناصر اپريدي هم په دې باب مشال راډيو ته وويل،” دا ټولو ته په ډاګه ده چې د کتابونو او داخلو فيسونو ورځ په ورځ لوړيږي نو موږ به څنګه خپلې زده کړې په ٣٠٥٠ روپو جاري وساتو نو زموږ غوښنته ده چې څه رنګ دا ګراني سيوا کيږي چې هغه رنګ حکومت يا پوليټيکل انتظاميه هم دا فنډ زيات کړي”


کله چې مشال راډيو د طالب علمانو د دې ستونزې په اړه د فاټا نه د قامي اسمبلۍ غړي حميدالله جان اپريدي څخه وپوښتل نو نوموړي وويل چې يواځې په پيښور پوهنتون کې نه بلکې په ګرد ملک کې د فاټا د طالباعلمانو سره دا سلوک کيږي او په دې لړ کې زما د متعلقه چارواکو سره خبرې روانې دي خو پکار ده چې د خيبر پښتونخوا حکومت هم په دې لړ کې خپلې زمه وارۍ ترسره کړي او د فاټا د طالب علمانو سره مرسته وکړي.

ده زياته کړه، ((په دې لړ کې زما په قامي اسمبلۍ او له حکومتي چارواکوسره خبرې اترې هم روانې دي او زه به دا مسله د اسمبلۍ په فلور راپورته کوم او دا چې ما ته دې وړاندې د فاټا د استازانو مسله هم هواره کړې وه او دا به هم انشاالله هواره کړۀ))

دغه رنګ کله چې مشال راډيو د خيبر ايجنسې او د ځينې نورو ايجنسو د پوليټکل ايجنټانو سره د رابطې کولو کوښښ وکړو نو رابطه ورسره ونه شوه.

سراج ظهير- مشال راډيو – اسلام آباد

XS
SM
MD
LG