د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د عصریت څرک





واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ژوند په اړه بحث کړی دی. په مقاله کې راغلي سر بېره پر دې چې په دې هیواد کې له تېرو ۱۱ کالونو راهیسې بهرنیان موجود دي، خو د ښځو له پاره په دودیز ډول ژوند لا هومره نه دی جدید شوی چې څومره یې تمه وه. د دې خبرې د ثابتولو له پاره واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې ۱۷ کالنې نجلۍ کیسه لیکلې چې له یوه کس سره یې واده کول نه غوښتل او بیا یې ځان د خپل کور له بامه لاندې وغورځاوه. دا چې له دې نجلۍ سره څه وشول؟

د افغانستان په مرکز کابل کې د ۱۷ کالنې فاریمې کوژدنه په وړوکتوب کې له یوه لرې خپلوان ذبیح الله سره شوې وه. فاریمې نه غوښتل له دې سړي سره واده وکړي. دې غوښتل ښوونځي ته لاړه شي او ډاکتره شي.

فاریمې فکر کاوه چې ښايي هیواد ته به یې عصریت یا جدت راغلی وي خو دې د زور له دې واده ځان نه شو خلاصولای.

یو سهار د نوموړې پلار محمد چای څښه چې یو درز یې واورېد. ده منډه کړه، دباندې لاړ. خپله لور یې ولیده چې بدن یې سره پېچل شوی وو، ملا یې ماته وه خو بیا هم ژوندۍ وه.

د فاریمې د ځان وژنې له دې هڅې چې ذبیح الله خبر شو نو خپل ورور ته وویل چې کوژده نه ماتوي، او اوس به هم له نوموړې سره واده کوي. د هغې پلار هم وویل چې کوژده باید ماته نه شي ځکه چې کورنۍ یې ((ازاده نه ده)) او ((په دې ډول دوی خپلې مسلې نه هواروي.))

د فاریمې مور او د دې تر منځ بیا هم توپیر وو. فاریمه ښوونځي ته تللې وه، او مور یې هیڅ کله نه وه تللې. د نوموړې مور به بورقه په سروله او فاریمې به یوازې ځړوکی په سر وو، سترګې به یې تورې کړې وې، او شونډې به یې سرې وې.

فاریمه وايي، ذبیح اله ورسره ښه چلند نه کاوه. د دې په خبره، هغه به ورته په ټیلي فون ویل چې د خپلې کورنۍ له غړو سره هم باید و نه غږېږي (ږغېږي).

دې فکر کاوه چې تر واده مخکې دا حال دی نو وروسته به څه وي؟

بس همدا فکر یې په بیا بیا کاوه، پلار ته یې په بیا بیا ګواښ کړی وو چې ځان به ووژني، او آخر یې ځان د خپل کور له بامه لاندې وغورځاوه.

کله چې فاریمه لږه ښه شوه نو دا پرېکړه یې وکړه چې په کابل کې به د ښځو عدالت ته ځي چې کوژدنه ماته کړي.

د پلار یې خوښه نه وه، خو بالاخره ورسره ولاړ.

د عدالت مشرې قاضیې رحیمه راسي نومېده. هغې د اورېدنې پر وخت فاریمې ته وویل: ((تا خپل ژوند برباد کړ.))

تر دې وروسته یې له هغې پوښتنه وکړه چې په ذبیح الله کې څه خرابي ده چې واده ورسره نه کوي. فاریمې ورته وویل، له ده سره یې ژوند نه کېږي. پر دې وخت ذبیح الله له غوسې خپل غاښونه وچیچل.

تر ډېرو خبرو، او دلیلونو وروسته قاضیې کوژدنه ماته کړه، د فاریمې مور هغه بکس هم له ځانه سره عدالت ته وړی وو چې په کې یې د لور له پاره هغه جامې او ګاڼه پرته وه چې ورته ذبیح الله ورکړي ول. هغه ټول شیان یې مور بیرته ذبیح الله ته ورکړل.

فاریمې هغه څه تر لاسه کړل چې کورنۍ یې نه ورکول.

د فاریمې په افغانستان کې د نوي والي، جدت یا عصریت څرک ولیدل شو......

XS
SM
MD
LG