د لاسرسي ځای

کوټه:ډاکټرانو هړتال د افغانستان ناروغان اغېزمن کړي




خدای نور ناصر مشال راډیو

کوټه: د بلوچستان په روغتونو کې د ډاکټرانو د هړتال له امله که يوې خواته ځايي اوسېدونکي له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي، نو بلخوا د افغانستان په زرګونه هغه ناروغان چې کوټې ته د درملنې لپاره ځي، له سختو ستونځو سره مخامخ دي. له تیرې يوه نیمې میاشتې راهیسي ډاکټران پر هړتال دي او غوښتنه کوي، چې حکومت دې دوی ته له غلو او تېښتونکو څخه وژغوري.

له افغانستان د راغلیو یو شمېر ناروغانو خپلوان وايي، په سلګونه کیلومیتره سفر يي کړی، خو په بلوچستان کې يي نه هم په سرکاري او نه هم په شخصي روغتونو کې علاج کېږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د هلمند یوه اوسېدونکی حبیب الله وايي له تېرو څه کم شلو ورځو راهیسې یې خپل ناروغه زوی کوټې ته د علاج لپاره راوړی دی خو هیڅ علاج یې نه کېږي.

؛ زما د زوي عملیات مو کړي وو، يو وار مې مخکې راوړی وو، او اوس مې دا دی، بیا راووړ. شاوخوا اتلس ورځې وړاندي راغلي يو، چې کله راغلو نو همدا هړتال پيل شو. چې تراوسه هسې وخت راباندې تیريږي. په هوټلونو او مساپرخانو کې ورته شپې سبا کوو؛.

د کوټې په سنډيمن روغتون کې د لشکرګاه يو بل ځوان چې خپل ناروغه پلار يي د درملنې لپاره راوړی، د هډونو د ناروغیو په څانګه کې د خپل پلار سرته ناست ، له خپلو ستونځو سر ټکوي:

؛ زما د پلار د ورانه هډ مات دی. او موږ هم شاوخوا شل ورځې وړاندې راغلي وو. دلته بیا ډاکټران کله په هړتال شي، کله يي ختم کړي. نو موږ يي له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي يو. دا زما د پلار په ورانه يو هډ لګېږي، چې هغه هلته په افغانستان کې نه پيداکېږي، او دلته شته، ځکه مو دلته راووړ؛.

د ویلو وړ ده چې له تیرو څو کلونو راهیسي د کوټې شخصي روغتونونه د افغانستان په ناروغانو اباد دي، او په هر روغتون کې تر ځايي ناروغانو زیات د افغانستان هغه ترسترګو کېږي.

XS
SM
MD
LG