د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو ژبې ته ځغلنده کتنه



لیکنه: قاسم خان مندوخېل

پښتو ژبه تش خبرې نه دي بلکې د سلګونو کلونو په تاریخي یون (سفر ) کې یې لکه د نړۍ له نورو هغو سره په همځولي عمر کې له ګرامري پلوه یو معیاري جوړښت اخیستی دی.

په دې ژبه کې د پښتون افغان ملت ټول کلتوري، اقتصادي، سیاسي، ټولنیز، مذهبي کړه وړه، دودونه، خوی بوی، ناسته پاسته، جرګې او مرکې، ادبي هلې ځلې شعر و شاعري، لنډۍ یا ټپې، سروکي، کاکړۍ غاړې، انګۍ، چاربېتې، متلونه، لنډې کیسې په نثري او شفاهي بڼه خوندي دي او لا هم خوندي کېږي.

دا د یو داسې ملت ژبه ده چې پر پراخه سینه یې د ګندهارا تهذیب څلي لا هم ټومبلي پاته دي، په بامیانو کې د بدها ستره مجمسمه یې د لرغونتوب ګواهي ورکوي. او د لروبر پښتون افغان وطن کې د ساکاني، کوشاني او باختري مدنیتونو لرغوني آثار دا ښيي چې د دې خاورې اوسېدونکي چې پر لرغونې برېښمنې لارې یې له چینه تر هنده، له منځني ختیځه تر اروپا سوداګري کړې، په بلخ، تختبۍ، سوات، پېښور او ګڼو نورو سیمو کې په دومره پراخه پیمانه له شته بدهايي آثارو داسې ښکاري چې هغه مهال یو له شتمنو (امیر ترینو) ملتونو څخه وو، هغه ځکه چې د بامیان بدهايي مجسمې او په لر وبر سیمو کې یې دغه ډول نورې هغه د بېوزله قامونو کار نه شي کېدلای.

موږ څه کوو؟

پښتنو او پښتو ژبې ته د خدمت هلې ځلې له پېړیو راهیسې راروانې دې خو که ورته ځیر شو په څومره اندازه چې دا مهال د لیکلو او لوستلو اسانتیاوې د بل هر وخت پر پرتله هیڅ ساری نه لري، په هغومره کچه د پښتو د ودې او پرمختګ لپاره کار نه دی روان.

که تاریخ ووينو نو مخکینو نسلونو مو تر خپله وسه د هغه مهال شته علوم راته ژباړلي دي، ژبه يي را ته بډاییه کړېده.

زموږ فلمي ستوریو ، د ټي وي هنرمندانو او د موسیقي لویو استادانو او سندرغاړو د خپلو مسلکي زدکړو د خپلو تجربو په باب داسې کتابونه ونه لیکل چې د دغه مسلک راتلونکی کل ترې ګټه واخلي.

د پښتنو له هر مسلک سره تړلي خلک لکه ډاکټران، انجېنېران، فیزکسپوهان،کیمیادانان، باییالوجسټان، اقتصاد پوهان، ټولنپوهان، سیاستوالان، خبریالان، ځمکپوهان، سوداګران، کرهڼپوهان، ژبپوهان، مستریان، درزیان، لنډه دا چې که هر څوک د خپل مسلک یو کتاب هم پښتو ته واړوي نو په دې سره به پښتو د نړۍ له نورو ژبو سره د سیالۍ جوګه کېدو ته جوړه شي، لکه افغان ملي کرکټ تيم په خپل لنډ مزل سره لوی منزل ووهلی.

ستورمزلی عبدالاحد مومند فضا ته وخوت چې د درېيمې نړۍ او په تېره د افغانستان غوندې شاته پاته هيواد لپاره د سرلوړی ځای دی چې ستورمزلی يي له نږدې زموږ د لمریز نظام څېړنه کوي او په کار ده چې په لومړي سر کې دې خپلې آزموینې د خپل ملت راتلونکې کول ته په کتابي بڼه وسپاري.

ژبه هم لکه یو ژوندی انسان نوې جامې غواړي ، جوسه یې غټېږي نو له نوي ناپ سره به په یو ښه درزي جامې ورته ګنډې. د نویو نویو تجربو له تازه حاله به یې خبروې، او داسې به یې خبروې چې تر ډېره یې سر په ورسېږي، د پردیو ژبو نوي ټکي به ور پېژنوې، او دا پېژندګلو یوه تکړه ویاند او ژباړن ته ضرورت لري خو ژباړن باید د میلمنې ژبې په ټولو دودونو او کړو وړو خبر وي که نه نو زیات امکان دا وي چې کله كوربنه ژبه په میلمنه هغه پوه نه شي نو به هرومرو په تیاره کې پاته کېږي. او د میلمنې ژبې د ميلمستيا له وجې به ټکي ورسره تکراروي او په مانا به يې نه پوهېږي. لکه اردو او فارسي ژبو د عربي ګڼ داسې ټکي راخپل کړي دي چې په عربي کې یې یوه مانا وي او دوی يې په بله مانا کاروي، دا دواړه ژبې مو لکه ښۍ او کیڼۍ سترګې د ژبني وجود برخه ګرځېدلې دي او د دوی ناسمي کارونې یې بیا موږ هم کټ مټ تکراروو. لکه د بېلګې په توګه اغوا په اردو کې په مانا د برمته کېدواو تېښتولو ده خو په عربي کې يې مانا د یو چا جنسي اړیکو ته تېرباسل دي.

په پاکستان کې ولسمشر ته صدر ویل کېږي. دا د عربي ټکی دی چې مانا یې سینه، غولانځې او یا تندی دی نو د ولسمشر لپاره کارول یې هیڅ سمون نه ورسره خوروي. او په افغانستان کې بیا د ولسمشر لپاره جمهور رییس کارول کېږي چې د عربي د دوو ټکیو یو ګډوله ده. د جمهور مانا په لاتیني کې رپبلیک، یانې چې ټولواک له ولس سره وي او رییس مشر ته وايي. نو ښه به دا وي چې ولسمشر ورته وکارول شي.

په افغانستان کې د عربي ټکی کثافت د چټلیاتو لپاره کارول کېږي او په پاکستان کې کثافت په فیزیکس مضمون کې د خنډ یا ټینګ لپاره کارول کېږي. لکه ګبین خنډ والی لري او په کار ده چې د پښتو خپل ټکی چې کره او سل په سله سم دی باید وکارول شي. او داسې نور.

ښه به دا وي که د يوې پردۍ ژبې یو ټکی پوروو باید له مفهوم او مانا سره یو ځای يې راواخلو. که نه نو په کلونو کلونو به له ناسم پوهاوي سره موږ ټول د یو ملت په توګه ورسره مخامخ یو.

XS
SM
MD
LG