د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتو موسیقي سره د اسلام آباد سرکار امتیازي چلند "




هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې، چې ګڼ شمېر پښتانه په کې ژوند او کار روزګار کوي، په دې وروستيو کې د پښتو موسيقۍ محفلونو يوه لړۍ پيل شوې ده.

د (پښتون نايټ) په نوم د موسيقۍ د دغه ځانګړي پروګرام تنظيمونکی ذيشان خټک وايي، د دې لپاره چې د هنرونو او کلتور د ودې او پرمختګ لپاره جوړو د پاکستان سرکاري ادارو د پښتو موسيقۍ پروګرامونو کولو ته شا کړې وه، نو ده او ملګرو يې دغه کار ته ملا وتړله.

(( دا چاودنې او هر څه لګيا وو نو په اسلام اباد کې له پښتون کلچر سره تړلي کارونه په ټپه دريدلي ول. پاکستان نيشنل کونسل آف آرټس او لوک ورثه، دې دواړو وفاقي ادارو زموږ صوبه وار د مخه له پامه غورځولې ده. دې ادارو نه کول نو موږ څو تنه ملګري راپاڅېدو چې د پښتو موسيقۍ پروګرامونه وکړو. د ۲۰۱۰ م کال نه را په دېخوا، هر درې مياشتې پس موږ دغه پروګرام په باقاعده توګه کوو.))

ذيشان خټک زياته کړه، په اسلام اباد کې ادارې يوازې د پنجابي موسيقۍ پروګرامونه کوي او د ده په خبره، که چيرته پښتانه هنرمندان خپلو پروګرامونو ته را و هم غواړي، خو سلوک يې ورسره ښه نه وي.

((دوئ زموږ د پښتنو سيمو فنکارانو ته هيڅ اهميت نه ورکوي. موږ هر وخت په دې خبره احتجاج کړی دی چې ولې يوازې د پنجابي کلتور او موسيقۍ د ودې لپاره کار کوئ. پښتونخوا د ترهګرۍ پېښو تباه او برباده کړه او تاسو زموږ پر وړاندې په اسلام اباد کې امتيازي سلوک خپل کړی دی. دغه غږ حکومتي حلقو ته رسول زموږ اصلي هدف دی. د پنجاب فنکار ته یو لک او د خيبر پښتونخوا هغې ته دېرش زره روپۍ ورکوي. د هغوۍ فنکار په هوايي جهاز کې اسلام اباد ته راځي او زموږ هغه په خپله سپرلۍ کې. وفاقي فنډ خو د څلورو واړو صوبو د فنکارانو دی.))

په اسلام اباد کې د قامي هنرونو د کونسل په نوم د سرکاري ادارې يو چارواکی حسن عباس رضا بيا وايي چې، دوئ د پاکستان تر بلې هرې ژبې زياته پاملرنه د پښتو او پنجابۍ د هغې د موسيقۍ ودې ته کړې ده.

((تر ټولو زيات چې د کوم کلچر د پرمختګ لپاره کار کېږي، هغه د پنجاب او د خيبر پښتونخوا هغه دي. موږ د خيبر پښتونخوا لپاره درې ځانګړي پروګرامونه وکړل. يوه د پښتو مزاحيه شو، يو د موسيقۍ پروګرام او تر هغې وروسته موږ لاړو د پېښور په نشتر هال کې مو صوفي مېله وکړه. دغه راز د ۱۴ م اګست يا د ۲۳ م مارچ چې کوم غټ پروګرامونه کېږي، په هغو کې هم پښتانه هنرمندان ګډون کوي، تاسو ترې پوښتنه وکړئ.))

د پاکستان نيشنل کونسل آف آرټس حسن رضا بيا د اسلام اباد ذيشان خټک او د هغه ملګري تورنوي چې وايي د دوئ پروګرامونه بې نظمه او له پښتني اقدارو سره په سمون کې نه وي.

((دا دلته چې کوم خلک دي، دوئ د پښتون کلچر په نوم فحاشي خپروي. بې شمېره پښتنو مېرمنو له دې امله چې دوئ په سټيج ښځې ګډوي، احتجاج کړی دی. سټيج ته پنځوست شپېته کسان وخېژي او يو غوبل جوړ کړي. په هال کې پرتې کرسۍ ماتې کړي، هال له نسوارو او سګرټو ډک کړي. موږ څو وارې منع کړل، خو بيا هم سفارش وګوري او راشي.))

ذيشان خټک په عين وخت کې وايي، دوئ د سپيڅلي پښتون کلتور او موسيقۍ د ودې لپاره کار کوي او دا چې د پښتون نايټ چرچې يې تر لرې لرې رسېدلې دي.

(( موږ هر درې مياشتې پس داسې پښتانه چې له خپلې خاورې او خپلو خلکو پرې شوي وي، راغونډوو. زموږ هغه خويندې چې ودونه يې د پنجاب له خلکو سره شوي وي، ما ته فون وکړي او وايي چې د خپل پروګرام پاس راکړه چې خپلو بچو ته پښتون کلچر وښييم. ځينې داسې پښتانه هم راته ټيليفون وکړي چې وايي زموږ لوريانو په واشنګټن کې ستا پروګرام په يوټيوب کتلی دی، موږ د پينځلسو ورځو لپاره په پاکستان کې يو، په هم دې ورځو کې خپل پروګرام راجوړ کړه. نو زه په دې خبرو ډېر خوشاله شم))

ذيشان خټک وايي چې د دسمبر په ۱۵ مه نېټه یې په پاکستان نيشنل کونسل آف آرټس کې یې د پښتو موسیقۍ یو پروګرام نيولی دی.

XS
SM
MD
LG