د لاسرسي ځای

تازه خبر

"شمالي وزیرستان د پاکستان خپله مسله ده."


د پاکستان لپاره د امريکا سفير رچرډ اولسن
د پاکستان لپاره د امريکا سفير رچرډ اولسن


رابعه اکرم مشال راډيو اسلام آباد

د پاکستان لپاره د امريکا سفير رچرډ اولسن ويلي چې په شمالي وزيرستان کې امن رااوستل د پاکستان کورنۍ معامله ده . دا خبرې هغه د ګل په ورځ په لاهور کې جوړ شوي د یو اېس اېډ تر کاروباري مرستندویه منصوبې لاندې د پاکستان ډېري کانفرانس ۲۰۱۲م کال پر مهال د شویو پوښتنو په ځواب کې کولې.
نوموړي وویل په شمالي وزيرستان کې امن و امان قائمول د پاکستان کورنۍ معامله ده او امريکا په دې کې هيڅ قسمه مداخلت نه کوي، هغه زیاته کړه چې تره ګرۍ ضد جنګ کې د پاکستان کردار د ستاینې وړ دۍ.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کار پوه بريګيډير سيد نذير وايي، چې د امريکايي سفير له خبرو ښکاري چې په سیمه کې امن و امان لپاره لاره هواريږي.

،، اوس پاکستان او افغانستان ته چې کوم اختيار امريکا ورکړی دی چې تاسو طالبان که پريږدۍ او که له هغوۍ سره خبرې کوی او که د امن طرف ته تګ غواړۍ نو په هغې کې موږ هم تاسو سره ملګرتيا ده نو يقين مې نه دی چې په داسي حالاتو کې شمالي وزيرستان کې اپريشن څه زيات امکان لري نو چې امکان نه لري نو اوس د امريکا د سفير دا خبره چې پاکستان ته موږ دا خبره پرې ايښې ده په ډپلوميټي ژبه کې به ورته موږ دا ووايو چې نه خواږه دي او نه ترخه بلکې يو مينځنۍ لاره يې اختيار کړه اوپاکستان ته يې يو لاره ورکړه چې اوس کوه چې څنګه يې هم کوې ،،

د دې تر څنګ سيمه ايزه چارو کار پوه خادم حسين وويل چې هر ملک ته دا اختيار حاصله دۍ چې خپله پخپل ملک کې د امنيت لپاره کار وکړي.

،، د امريکا سفير چې کومه خبره کړې ده نو دا يو اصولي موقف دۍ او دا د هر رياست د بل رياست په اړه د موقف اختيارولو د ملګریو ملتونو اصول دی چې هغه ټولو ملکونو او رياستونو لاسليک کړی دی چې په خپل رياست کې دننه د امن و امان يا د امنيت راوستو شخړه هر ځای کې چې رااوچتېږي هغه د هاغه رياست ذمه واري ده ، د هغوی حق هم دی. يو بل پيغام دی نه دا دې چې ظاهره خبره ده چې په شمالي وزيرستان کې د امنيت ستونزه شته، نو په هغه بنياد دا پکار ده چې د پاکستان رياست پخپله د امنيت د ټينګولو په حواله ګامونه اوچت کړي ،،

د خادم حسین په وينا چې امریکا او پاکستان ته په کار ده چې خپلمينځي شخړي په ښه توګه هوارې کړي نو چې کوم تاو تريخوالی د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې موجود دی هغه به ختم شي.

XS
SM
MD
LG