د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې ښځو ته د کالیو ګنډولو رزونه ورکول کېږي




رابعه اکرم مشال راډيو اسلام آباد

د مومندو ايجنسۍ په تحصيل يکه غونډ کې ښځو ته د جامو ګنډلو روزنه ورکول کېږي چې په خپله د ګوله ډوډۍ مودنلو جوګه کړل شي.

د يکه غونډ سرکاري ټيکنيکل ادارې همغاړيکوونکي (کوارډینېټر) ارشاد نبي مشال راډيو ته وويل چې د دغه روزنیز پروګرام لپاره حکومت له زکات فنډه د پیسو مرسته کړې چې د شپږ میاشتو په موده کې ۶۰ ښځې د کالیو ګنډلو هنر زده کړي.

،، دا خو يو ټيکنيکل اداره ده او موږ خلکو ته روزنه ورکوو چې دي ځان له خپل يو روزګار شروع کړي .کله چې موږ په لومړي ځل دې تربیت ته ښځې وغوښتلې نو په هغه پروګرام کې شاوخوا ۵۵ ښځې بې برخې پاته شو ، خو اوس مو د زکات چئرمين ته درخواست کړی دی چې دله دوی سره د مالي مرسته وکړي چې دغه پاته ښځو ته هم روزنه ورکړو. ،،

یو روزل شوې نجلۍ نغمې مشال راډيو ته وويل چې دوی د ګنډلو طريقه زده کړې خو غواړي چې د دې علاقي نورو جينکو ته دي هم د هنري زده کړو موقعې ورکړل شي.

،، ډير ښه کار دی لکه مشران وايي چې کسب زده کړه اوتاخ کې یې کښېږده، موږ زده کړه کوو دلته ځکه چې انسان ته ژوند کې هر قسمه حالات راتللای او د ضرورت پر وخت ګټه ترې اخيستلای شو .،،
په دغه مرکز کې ښځو ته تربيت ورکونکې زينت وايي په کار ده چې په مستقلو بنيادونو دې د يکه غونډ علاقي ښځو ته د روزنې او تربیت انتظام وکړل شي.

په دې اړه د مومندو ايجنسۍ د زکات افسر رضوان اپرېدی وايي، چې د سږني کال غوندې په راتلونکې کال کې هم ښځو ته د هنري زده کړو ورکولو لپاره فنډ لري.

،، موږ ته ښکاري چې ښځې له هنر زدکولو سره ډيره دلچسپي لري، موږ ته شاخوا ۲۰۰ ښځې راغلې وي او په هغوی کې مو چاڼ وکړ چې د بې وزله غريبو کورنیو ښځو او انجونو ته لومړۍ موقع وکړو. ،،
د رضوان اپرېدی په وينا چې د ټرينګ ترلاسه کولو نه پس به دې ښځو ته پنځه زره روپۍ به هم ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG