د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن په اړه د هولي ووډ فلم




د اسامه بن لادن په اړه په هالي وډ کې د (زيرو ډارک ترټي) په نامه فلم جوړونکو دا خبره رد کړې چې ګنې دوي د فلم لپاره له چارواکو څخه د پټو مالوماتو غوښتنه کړې ده خو دوی وايي له هغه سي آی اې افسر او نورو چارواکو سره يې مرکې کړي چې د لسېزې راهيسې د اسامه په لټون کې وو . د فلم هدايت کاره کترين بېګېلو وايې په دې فلم کې ټول د سترګو ليدلې حال وړاندې کړل شوې نو دغه وجه ده چې مالومات ډير روښانه دي چې لوجې يې فلم ډير زړه راښکونکې دې.

له ای بي سي نيوز سره په خپلو خبرو کې بېګېلو او د فلم ليکوال مارک بول ویلي، چې دوی په اصل کې په دې کار کاؤ چې د افغانستان د تورې بوړې په غرونو کې د اسامه بن لادن د نيولو میشن څه رنګه ناکامه شو. خو د دوی منصوبه په سمدستي توګه له هغه روسته بدله شوه کله چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ۲۰۱۱ کال په مۍ مياشت کې اعلان وکړو چې اسامه بن لادن د پاکستان په ايبټ اباد کې ووژل شو. د فلم ليکونکې مارک بول وايي له دې وروستو هغوي په بېړنۍ توګه هغه خلکو ته ټليفونونه وکړل چې د اېبټ اباد اپريشن په اړه ورته مالومات وو او دارنګ چې څومره هم د دوی وس وو د هغې مطابق يې مالومات راټول کړل.

نوموړی وايې (ما په دې لړ کې کله هم له چارواکو د پټو مالوماتو غوښتنه نه ده کړې او ترڅو چې زما پّه ياد راځي ما ته کله هم دا قسمه مالومات نه دي ترلاسه شوي)

په رپورټ کې راغلي دي د اسامه د وژنې په اړه فلم (زيرو ډارک ترټي)په امريکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو له وجې متنازعه شکل اختيار کړو هم دغه وجه ده چې دا فلم په وخت خپور (ريليز) نه شو.

د امريکا هغه چارواکې چې د اسامه د وژنې اپريشن ځارنه يې کوله دا خبره رد کړې چې ګنې د فلم جوړونکو لخوا ستر چارواکو ته د رسايي لپاره اوباما انتظامییې څه قسمه انتظامات کړي وو.
په دې فلم کې جېسيکا چسټين د سي آي اې د هغه چارواکي رول ادا کړی چا چې د اسامه په موندلو کې مرسته کړې وه.
په دې فلم کې د امريکا ولسمشر باراک اوبامه يواځې د لږ وخت لپاره ښودل شوې.
اې بي سي نيوز سره په خپلو خبرو کې د فلم ليکوال ويلې چې د سي آی اې دغې افسرې ډير لوی رول لوبولی او دارنګ په اېبټ اباد کې د اپريشن په شپه هغه جلال اباد ته ولاړه او هلته د نېوي سيل سره ملګرې شوه . دا وايي که څه هم ځینو مکالمو ته ډرامايي شکل ورکړل شوی خو بيا ځینې مکالمې له سي آي اې چارواکو سره د مرکو پر اساس ټکې په ټکي وړاندې کړل شوي دي.

د فلم جوړونکې وايې تر څو چې هم ممکنه وه دوی په فلم کې کره او سم مالومات ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG