د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سي اېن جي سټېشنونه بند، خلک کړېږي



د کښېکښلي قدرتي ګېس (سي اين جي) سټيشنونو مالکانو په ټول ملک کې د دغه ګېس په نرخونو کې د لوړوالي له وجې خپلې سټېشنې تړلې دي. دوی وايي چې په اوسني نرخ د سي اين جي خرڅولو کې یې مالي تاوان کېږي.

په اسلام آباد کې د مشال راډيو له خبریالې رابعه اکرم سره په خبرو کې د خيبر پښتونخوا د سي اين جي ايسوي ايشن صدر پرويز خټک وويل، دوی تر خپله وسه کوښښ وکړ چې سي اين جي په ټیټه بییه خرڅ کړي او دوی نه شي کولی چې خپل کاروبارونه جاري وساتي نو ځکه یې د سټيشنونو بندولو اعلان کړی دی.

،، په دې کاربارونو مو په کړوړونه روپۍ لګولې دي او دا سرمایه مو د دې لپاره لګولې چې ګټه ترې پورته کړو، نقصان خو نه شو کولی. له سي اين جي انډسټرې سره زښت ظلم روان دی او زموږ کاروبارونه به تر هغو پورې بند وي چې تر څو راسره حکومت دا مسله نه وي حل کړې ،،
په پيښور کې د مشال خبریال شبير احمد وايي، د سي اين جي سټيشنونو د بندېز له وجې ولسي وګړو له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

،، کله چې دا سي اين جي قیمت کم شوی دی نو ولس تمه لري د سورلو ګاړو کرايیې به هم ورسره ټیټې شي خو د دې باوجود صوبايې حکومت خپلې کرايه نامې جاري کړې دي خو هغه له یوې ضلعې تر بلې کمې کړل شوې دې او چې کوم مقامي د سورلو ګاړي دي نو هغه يې بلکل نه کموي نو که وکتل شي د عام ولس د کليڼدر او ډرايور سره په دې جګړا وي چې کرايانې کمې کړې ،،

د دې تر څنګ د مشال راډيو خبريال وويل چې د شاو خوا مزدورانو ته تګ را تګ کې مسله جوړه شوې ده.

،، بيګاه دولسو بجو نه ټول سي اين جي سټيشونونه بند کړل شوې دې چې شميره يې ديرش پوري ده . خو دي نه وړاندي چې کله سپريم کورټ حکم راغلې نو دغه سي اين جي نرخونه کميدو سره د سي اين جي پريشر هم کم شو ، وخت په وخت به يې هغه بندول خو نن ټول بند دي او د بنديز له وجې نه د سورلو ګاړي کم شوي دي خلکو سره سره ټرانسپورټرانو ته هم مشکلات دي او د لرې ځايي خلکو ته ډير مشکلات دي ،،

کراچۍ کې ولس ته د سي اين جي نشتوالي په اړه کوم قسمه ستونزي مخې ته دي. د دې په اړه د مشال راډيو خبريال ظفر کريمي وويل:

،، په کراچې کې د سورلو چې کوم ګاړي دي نو د هغې شميره څوارلس زرو نه پنځلس زرو پورې جوړيږي نو دا ګاړي سي اين جي د کمې سره مخامخ دي او اوس په سړکونو د سورلو ګاړي کم په نظر راځي ،،
د کوټي صورتحال په اړه د مشال راډيو همکار خدای نور ناصر وينا ده چې،، د نورو سيمو په شان کوټه کې هم سي اين جي سټېشنې بندې دي ، ولس وايي چې مخکې هم دې په تکليف کې وو چې کله دا سټيشنونه وو نو کتار کې به ولاړ وو، او وس هم د نشتوالي له وجې دا مسله مخې ته ده ،،

کله چې مشال راډيو په دې اړه د تيل او ګيس د نظم ادارې يا اوګرا سره رابطه وکړه نو د اوګرا يو چارواکې سجاد مشال راډيو ته وويل چې ،، موږ به ورته سټيشنونه بند کړو يا به يې جرمانه کړو او يا به یې د ګيس لیکه (کنکشن) پرې کړو ،،

د نوموړي په وينا چې د سپريم کورټ د حکم مطابق د سي اين جي نرخونو طريقه کار به جوړ کړي او راروان دسمبر په پنځمه نيټه به عدالت کې داخل کړي .

XS
SM
MD
LG