د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې له ۲۰۱۴پس د امریکا ځواکونو شتوالی


وال سټريټ جورنال ورځپاڼه ليکي چې امريکا غواړي د افغان حکومت په خوښه تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې خوا او شا لس زره پوځيان پريږدي. افغانستان کې د ناټو امريکايي قوماندان جنرل جان ايلين وړانديز کړی وو چې دغلته دې له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پورې امريکايي پوځيان د ترهګرۍ د مقابلې او افغان پوځيانو د روزنې لپاره پاتې شي خو د دفاعي چارو ځينې کارپوهانو ويلي چې د افغانستان د باثباته ساتلو لپاره بايد امريکا ديرش زره پوځيان پريږدي. دا وخت امريکا په افغانستان کې ۶۶۰۰۰ پوځيان لري.

ورځپاڼه ليکي افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې هر څومره امريکايي پوځيان پاتې کيږي، د افغان حکومت خوښې او تاييد ته به ضرورت لري. په رپورټ کې راغلي، افغان چارواکو ويلي چې ولسمشر حامد کرزی له يادې نيټې وروسته د امريکايي ځواکونو پر پاتې کيدو اعتراض نه لري خو امريکا بايد د افغانانو ځينې غوښتنې ومني.

په دې کې لويه غوښتنه دا ده چې که امريکايي پوځيان پر کوم جرم تورن شي نو بايد چې مقدمه پرې په افغان عدالتونو کې وچليږي. ورځپاڼه ليکي چې همدغسي يوې غوښتنې له وجې د امريکا او عراق ترمنځ امنيتي مذاکرات مات او په نتيجه کې يې تر ۲۰۱۱ کال وروسته امريکايي پوځيان هلته پاتې نه شول.

په داسې حال کې چې په همدې اړه د امريکايي او افغان چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي، وال ستریټ جورنال ورځپاڼه د امريکا د دفاع وزارت د وياند له خولې ليکلي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځيانو شميره به د امريکا، ناټو غړو هيوادونو او افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نيولو سره ټاکل کيږي. د هغه په وينا په دې اړه هم لا آخري پريکړه نه ده شوي چې له افغانستانه پوځيان څرنګه راوویستل شي؟

د وال سټريټ جورنال ورځپاڼې په وينا د امريکا ځينې پوځي چارواکو ويلي چې له ۶۶زره پوځيانو څخه ځينې په ۲۰۱۳ او ځينې نور په ۲۰۱۴ کال کې وویستل شي.

XS
SM
MD
LG