د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوې وسلې ، نویو جنګونو ته لاره هواروي


ژباړه: ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: ډان ورځپاڼه
ليکوال: منير اکرام

ډان ورځپاڼه کې ليکوال منير اکرم ((نوي وسلي، نوي جنګونه)) تر عنوان لاندې مقاله کې ليکلي چې د نویو وسلو د جوړولو سره پوځي موازنه بدليږي، تيری کونکو او پوځي طاقت لرونکو ته نوره وده ملاويږي. د ليکوال په وينا له بده مرغه ایټمي وسلې د دې نه مبرا نه دي.

بلې خوا ته د جنګونو پايلې په بريالتوب او يا ماتي پورې تړلې وي خو دځينو جنګونو مخنيوی په داسي کې هم کيږي چې دواړو خواو سره برابرې وسلي موجودې وي.

ليکوال زياتوي چي په جديده نړۍ کې پوځي طاقت او د وسلو زغل کې تندوالی راغلی، واړه او غريب هيوادونه نشي کولی چې لویو پوځي طاقتونو او ټیکنالوجيو په درلودلو سره د خپل ځان دفاع وکړي.

مقاله کې راغلي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د بيا منتخب کيدو وروسته پخپله وينا کې ويلي وو چې د افغانستان او د عراق دجنګ لسيزه په ختميدو ده. په همدي حال کې داسي ښکاره خطر نشته چې د تيرې لسيزي زمکني جنګونه په هوايي او خلايي جنګ کې بدل شي.

ليکوال په مقاله کې ليکي چې يو شمير نوې وسلي جوړې شوي، جوړيږي او پرځاي شوي، د دې نتيجې د ډرون بريدونو، د بيلاسټک میزايل، سايبر وسلي، ليزر او خلايي وسلولو ټيکنالوجي په شکل کې مخي ته راځي. د امريکا ځواکونو لخوا د پاکستان او د افغانستان په پوله د ډورن ټيکنالوجي استعمال القاعده او طالبان له سختو زيانونو سره مخ کړي.

په دي کې شک نشته چي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته دغه ټيکنالوجي د دوی صلاحيتونه لا نور پياوړي کوي. امريکا به په افغانستان کې په ډرون زياته تکيه کوي.
د ليکوال په وينا، په اسلام اباد کې په ډرون بريدونو اندېښني څرګنديږي چي دا د پاکستان دسټراتيجيکي صلاحيتونو پرضد دي، په دي شک باندي قابو موندلو لپاره به د پاکستان او د امريکا ترمينځ همکاري په مستقبل کې مهمه وي.

ليکوال منير اکرام په مقاله کې په شام کې روان تاوتريخوالي ته په اشاره سره ليکي چي لوديځ طاقتونو خوښه ده چي کله ډرون وکاروي خو ډرون بريدونو سره جنګ ته لمن وهل کيدي او ګاونډيو هيوادونو ته د جنګ لمبي خوريدي شي.

ليکوال ليکي نور هيوادونه هم د ډرون دصلاحتونو د ترلاسه کولو لپاره هلي ځلي کوی. چين، هند او پاکستان د امريکا پشان د ډرون تيکنالوجۍ صلاحيت ترلاسه کړي، او بې له شکه ايران هم په دي زغل کې شامل دي.

ليکوال په مقاله کې د بيلسټک مزايل او د خلايي وسلو او بريدونو په اړه تفصيل بيان کړي چي لوی طاقتونه هڅه کوي چي خپل پوځي طاقت له نورو زيات وساتي. د ليکوال په وينا وخت راغلی چي د جينوا د پريکړو د لارې د نويو او خطرناکو وسلو د جوړولو مخه ونيول شي، او بايد په ايجنډه کې دا خبره په ترجيح کې وساتلی شي او د دغو وسلو د کنټرول کولو په اړه ګامونه پورته کړل شي.
XS
SM
MD
LG