د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیعه اوسني دیو بل مخالف نه دي، نور یې جنګوي



نجیب عامر :
ــــــــــــــــــ


د محرم ( امامانو ) میاشت په ټوله اسلامي نړۍ کې په ځانګړي مذهبي عقیدت سره مانځل کیږي، خو په پاکستان کې هسې هم د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ په ځینو برخو کې جنګونه روان وي، خو په دې ورځو کې دتشدد ډیرې پېښې رامنځ ته کیږي، دا په داسې حال کې ده چې دواړه لوري دا مني چې د یو بل سره تربګني نه لري، ددواړو خواوو عام ولسونه د یو بل سره څه مشکل نه لري او ځینې مخصوصې ډلې دنفاق او کرکې اورته لمن وهي.


د ډیره اسماعیل خان یو وسیدونکی رشید احمد وايي :

(( شیعه او سني په خپلو کې وروڼه دي،خوبس د بهرنه یو څوک راشي او دوی په خپلو کې په جنګ شي. دا ښه خبره نه ده ځکه چې دواړه مسلمانان دي او په خپلو کې جنګیږيږي. ))

په پاکستان کې شیعه ګان په اقلیت او سنیان په اکثریت کې دي ، او زیاتره بریدونه د محرم په میاشت کې په شیعه ګانو ترسره کیږي. خبریال او کارپوه رحیم الله یوسف زی هم وايي چې هرشیعه تن د سني او هرسني تن د شیعه مخالف نه دی ، بلکه ځینې ځانګړې ډلې دددواړ خواوو ترمنځ ددښمنۍ د پیداکولو هڅه کوي :

(( په دواړو کې ځینې مخصوصې ډلې دي چې له ډیرې مودې نه دیوبل خلاف کار کوي. ددوی سوچ او فکر فرقه ییز دی او دسنیانو او شیعه ګانو اکثریت د یوبل سره هیڅ مشکل نه لري. خوسنیان دا ګیله لري چې حکومت یا د سنیانو عالمان پر شیعه ګانو د بریدونو د ودرولو لپاره پوره هلې ځلې نه کوي. ))

خو داځل چې د محرم په میاشت کې دپاکستان په راولپنډۍ او ځینو نوروښارونو کې پر شیعه ماتم کونکو بمي چاودنې او ځان مرګي بریدونه وشول نو د اکثرو پړه یې تحریک طالبان پاکستان په غاړه واخیسته ، نو له دې جوتیږي چې دشیعه او سني ډلو ترمنځ د جنګ جوړونکي یوازې وړې ډلې نه دي. کارپوهان وايي د طالبانو سره لشکر جنګوي او د سپاه صحابه په څیر ډلې یوځای شوي چې دوی د شیعه ګانو سخت مخالف ګڼل کیږي. کارپوه او متقاعد ډګرمن محمودشا په دې اړه وايي :

(( لشکر جنګوي دالقاعدې د پیکیج یوه حصه ده. دبیت الله محسود سره چې کومو مهمو کسانو کارکولو په هغوی کې یو قاري حسین هم و ، هغه د لشکر جنګوي مشر و. موجوده وخت کې چې حکیم الله محسود د طالبانو مشري کوي هغه او قاري حسین دواړه د ایشنګي محسودو څخه دي، دوی که تره زامن نه وي خو یو بل ته نږدې ضرور دي. ))


په داسې حال کې چې پاکستان کې پر شیعه ډلو زیات بریدونه ترسره کیږي او ظاهرا یې برید کونکي هم سنیان وي یا سني وسله والې ډلې وي نو د سنیانو خلاف د شیعه ګانو راپاریدل او ځوابي بریدونه کول طبعي خبره ده ، خو شیعه عالمان بیا هم د صبر او زغم نه کار اخلي. دخیبر پښتونخوا یو پیژندل شوی شیعه عالم علامه خورشید انور جوادي په دې اړه وايي :

(( دلته امن ددې وجې نه ، نه دی خراب شوی چې ګوندې د فرقه واریت مسئله به وي. یا د شیعه او سني مسئله به وي. په دې خبره ټول اتفاق لري چې د بهرنه څه کسان داسې دي چې غواړي د علاقې امن خراب کړي. زمونږ خلک بیا دهغوی اله کار جوړ شي. که تاسو وګورئ نو یوه حمله به په شیعه خلکو باندې ترسره شوې وي خو نهه ویشت نور به په سنیانو شوي وي. ))


حملې یوازې په شیعه ګانو نه کیږي ، ډیری وخت سنیان او د هغوی جوماتونه هم په نخښه کیږي. دسني او شیعه ډلو ترمنځ د مذهبي توپیر پالنې جنګ څنګه ختمیدلی شي او څوک یې ختمولی شي ؟ رحیم الله یوسف زی په دې اړه وايي :

(( ددې امکان شته چې داډول بریدونه ودرول شي ، خو پاکستان کې قانون نشته او حکومت کمزوری دی. ددې لپاره تراوسه سهي کوشش نه دی شوی. حکومت د محرم پرمهال پوځ ، پولیس او ملیشه ودروي او د امن د راوستلو کوشش کوي ، خو اوس د حملو نوعیت لوړ شوی، اوس نوې وسلې ، نوي بمونه او ځانمرګي بریدونه کیږي، ددې په وجه خلکو ته ډیر تاوانونه رسیږي، ددې مخ نیوی تراوسه پاکستان نه دی کړی. برید کونکې ډلې وړې دي خو مجهزې ، روزل شوې ، فعالې او تیزې دي نو له دې وجې يې مخنیوی ګران ښکاري. ))


دپاکستان امنیتي ادارې دامنیت د ساتلو او د ترهګرۍ خلاف د بريمنو عملیاتو د عوې خو وخت په وخت کوي ، خو ددې باوجود هم هرکال د امامانو میاشت له تاو تریخوالي تشه نه وي.
XS
SM
MD
LG