د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان:طالبانو ته دې افغان حکومت پاسپورټونه ورکړي




ریاض موسا خیل:
ـــــــــــــــــــــــــ

پاکستان وايي افغان حکومت ورته طالبانو ته د ویزو یا پاسپورټونو د ورکولو په اړه څه نه دي ویلي او که ورته وویل شي نوښايي غور به پرې وکړي.


دپاکستان د خارجه وزارت سکرتر جلیل عباس مشال راډیو ته په ځانګړې مرکې کې وویل ،
طالبان افغانان دي او داد افغان حکومت دنده ده چې خپلو وګړو ته پاسپورټونه او نور سفري اسناد برابر کړي.

جلیل عباس وايي که افغانستان په دې لاره کې دپاکستان نه څه ډول مرسته وغوښته نو دوی به پرې فکر وکړي چې څنګه په دې لاره کې خپل رول ولوبوي.

نوموړی وايي داچې پاکستان ، په ګاونډي هیواد افغانستان کې د تل پاتې سولې هیله لري نو په هم دې اساس ورسره هر ډول مرستو ته چمتو دی او ځکه خو یې پاکستان ته د افغانستان د سولې دعالي شورا د پلاوي د سفر پرمهال لس افغان طالبان خوشې کړل. دیادولو ده چې افغان پلاوي داشمیره نهه ښودلې وه.

بل پلو خبریال او کارپوه طاهرخان وايي دهر وګړي داحق وي چې دخپل ملک پاسپورټ ولري او دا به ښه وي چې دغو طالبانو ته افغانستان سفري اسناد برابر کړي، خو د افغان جهاد پرمهال به دمجاهدینو مشرانو په پاکستاني پاسپورټونو بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کول.طاهرخان وايي دا به کومه نوې خبره نه وي که پاکستان افغان طالبانو ته پاسپورټونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG