د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې څوارلس تنه طالبان ووژل شول


سید شا سقیم

د زابل سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې بهرنيو سرتېرو عمليات پيل کړي دي چې تر اوسه پورې څلوارلس تنه وسله وال طالبان یې په ترڅ کې وژل شوي دي. دوی وايي په وژلو شويو کسانو کې د طالبانو قومندانان هم شامل دي.


د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په وژلو شويو کسانو کې د وسله والو قومندانان او له وزيرستان څخه راغلي جنګيالي هم شامل دي.

د زابل د والي وياند شريف الله ناصري وايي چې عمليات د خالي په ورځ ترغرمې مهاله هم روان وو، او تر هغې ګړۍ به پسې روانې وي چې ټوله سيمه له وسله والو پاکه شي.

دی په وژلو شويو کسانو کې د پاکستانيو وزيرو جګړه مارو شمېره شپږ تنه ښايې:

(( دغه عمليات له وړمې ورځې راهیسې پيل شوي او اوس هم دوام لري. په دې عملياتو کې تر اوسه څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې شپږ تنه پکې له وزيرستان څخه راغلي جنګيالي او اته تنه يې افغان طالبان دي. په افغان طالبانو کې يو تن د ملا انار اوبل يې ملا رحيم الله نومېږي. عتيق الله د د دوی د کمیسيون مشر دی دا هم وژل شوی، مطلب چې د ملا قاسم معاون دی دا هم وژل شوی دغسې څو نور تنان هم وژل شوي دي.))

ناصري وايي چې د عملياتو پر مهال د وسله والو زياتې وسلې او موټر سايکلونه هم ورڅخه پاتې شوي او بهرنيو سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.څه موده وړاندې هم بهرنيو سرتېرو په زابل ولايت کې د عملياتو پر مهال يو شمېر وسله وال طالبان وژلي او ټپي کړي وو .
XS
SM
MD
LG