د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر :د اخوان المسلمین دفترونه وسوځول شول


د ولسمشر محمد مرسې مخالفانو او ملاتړو د جمعې په ورځ په ټول مصر کي لاریونونه وکړل.
د ولسمشر محمد مرسې مخالفانو او ملاتړو د جمعې په ورځ په ټول مصر کي لاریونونه وکړل.






د مصر سرکاري تلویزیون وایي، مظاهره چیانو نن په دریو ښارونو کې د اخوان المسلیمن ګوند دفترونو ته اور واچاوه.

دا پېښې پداسي حال کې شوې چې د ولسمشر محمد مرسې مخالفانو او ملاتړو د جمعې په ورځ په ټول مصر کي لاریونونه وکړل.

راپورونه وایي، په سوویز ، اسمعلیه او پورت سعید ښارونو کې د اخوان المسلمین ګوند د سیاسي څانګې (آزادۍ او عدالت) دفرتونو ته اوراچول شوی دی.

په اسکندریه ښار کې د ولسمشر د ملاتړو او مخالفانو تر منځ د نښتو راپور هم ورکړل شوی دی.

محمد مرسې چې د اخوان المسلیمن د ډلې دی، د پنجشنبې په ورځ یي یو فرمان صار کړ او خپل صلاحیتونه یي زیات کړل.

مخالفان وایي، مرسي پدي فرمان سره د دیکتاتورۍ واک زیات کړی او د تېر کال د پاڅون کوونکو په ارمانونو حملې کوي.

په عین حال کې نن د مصر د مرکز قاهرې تحرير ميدان ته نږدې له مهمو دولتي دفترونو بهر، امنيتي او پوځي ځواکونه ځاي پرځاي شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG